Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د بندیانو د خوشې کولو هڅې روانې دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان، روسیې او وینزویلا د نیول شویو امریکایي وګړو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې ډېر ژر د افغانستان، روسیې او وینزویلا په څېر هېوادونو کې ډېر شمېر بندي امریکایي وګړي خوشې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ټمي بروس په دې اړه وايي: «هغه همداراز په یوه ټویټ کې شاره کړې چې ۴۷ امریکایان په ناحقه نیول شوي دي. زه باور لرم چې ډیر ژر به د افغانستان، روسیې او وینزویلا په ګډون هېوادونو کې د ډیپلوماتیکو هڅو له لارې دا شمېر زیات شي.»

دا څرګندونې د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې د ولسمشرۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د ۴۷ امریکايي بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وشوې.

بلخوا، ولسمشر ډانلډ ټرمپ او بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي دغه اقدام د روسیې د یرغل په ګډون د نړیوالو ګواښونو له ستر کېدو سره مرسته وکړه.

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ په دې اړه داسې وايي: «ما ویلي وو چې بګرام باید پرېنږدئ، خو هغوی دا کار وکړ. اوس چین بګرام نیولی. دا ډېره خواشینوونکې ده. دا اډه یوازې د چین د اټومي توغندیو د جوړولو له مرکزونو یوازې یو ساعت لېرې وه او دا زموږ لپاره خورا مهمه وه.»

 کارپوهان وايي، دا ډول څرګندونې د افغانستان او سیمې په تړاو جدي پالیسۍ جوړونې ته د امریکا د راستنیدو نښه کېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر وايي: "همدا چې د ملي امنیت سلاکار یې لرې کړ، دا د امریکا د نرم دریځ نښه ده. ځکه هغوی غواړي چې د افغانستان او د نړۍ له نورو هېوادونو سره نرم چلند غوره کړي.
او جګړه‌ غوښتونکي کسان به د مایک والټز په برخلیک اخته شي."

تر دې مهاله، سرپرست حکومت د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي وو چې په بګرام اډه کې د چین د حضور په تړاو ادعا بې بنسټه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویم پړاو کې، اسلامي امارت د قطر په منځګړیتوب درې امریکايي وګړي خوشې کړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه