له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې د دویمې څپې له پیله د تورخم عمري پنډغالي کې ۳۴ ماشومان زېږېدلي دي.
د مسوولانو په خبره میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته یې اړین روغتیايي خدمتونه او اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د تورخم عمري پنډغالي د روغتیا کمېټې مسوول سید محمد شاهد په دې هکله وویل:«په دویمه څپه کې ۳۴ نوي ماشومان زېږېدلي دي، دوه یې په عملیاتو او دا نورو ماشومانو په عادي توګه دنیا ته سترګې پرانیستې دي.»
د یوه خیریه بنسټ استازی نظر افغان هم څرګندوي:«په دغو درېیو ورځو کې متخصص ډاکټران به د ناروغانو درملنه کوي او دوی ته به د سلګونه زره افغانیو په ارزښت وړیا درمل وېشل کېږي.»
ورته مهال له پاکستانه په جبري توګه ځینې را ایستل شوي وايي په پاکستان کې یې ناروغان له جدي ستونزو سره مخ شوي وو.
له پاکستانه را ایستل شوی عبدالشکور طلوعنیوز ته وویل:«هغو مېرمنو ته چې اولاد ته یې یوه میاشت یا دوه میاشتې پاتې وي او د ناروغۍ په حالت کې وو، دوی یې را وایستل په کورونو یې چاپې وهلې د ځینو له کورونو نارینه او د ځینو له کورونو مېرمنې له ځانه سره بیولې.»
د تورخم عمري پنډغالي کې د روغتیا ترڅنګ د ټرانسپورټ، مالیې، خوړو، مخابراتو او ځینو نورو برخو کې تازه را ایستل کېدونکو کډوالو ته د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري وړیا خدمتونه وړاندې کېږي.
په دې اړه مو اندونه