Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې د امارت د استازي حضور یوه اړتیا ده

په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو څوکۍ باید د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي.

ښاغلي شاهین په ملګرو ملتونو کې، د اسلامي امارت د استازي حضور یوه اړتیا بولي او زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د اسلامي امارت د استازي شتوالی کولای شو، د بېلابېلو مسایلو لپاره حل پيدا کړي.

قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست وايي:«په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي حضور، یوه اړتیا او د اسلامي امارت حکومت یو حق دی. په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي له حصور سره کولای شو د بېلابېلو مسایلو د حل لپاره حل لار پیدا کړو.»

بل‌خوا، د سیاسي چارو شنونکي ټینګار کوي، چې د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ باید شته اختلافونه د خبرو له لارې حل شي.

د سیاسي چارو شنونکي نجیب‌الرحمن شمال طلوع‌نیوز ته وویل:«حکومتونه باید ملي او ولسي حاکمیت ولري؛ کورنی مشروعیت ولري او وروسته خپل استازی ملګرو ملتونو ته ور وپېژني. البته، د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو د منلو او د نافذه مقرراتو مطابق، د هېوادونو استازي په ملګرو ملتونو کې منل کېږي.»

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو څانګې مرستیالې ویلي و، چې د دوحې څلورمې غونډه کې د امارت اسلامي درې اصلي غوښتنې، د حکومت په رسمیت پېژندل، د بندیزونو لغوه کول، او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادول دي، او له بلې خوا، د ملګرو ملتونو مهم شرایط د بشري حقونو رعایت، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، او د ټول‌ګډوني حکومت جوړول دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه