د تورخم عمري پنډغالي کې په شرایطو برابرو څه باندې۴ زره تنو د کار موندنې لپاره نوملیکنه کړې ده.
د مسوولانو په خبره څه باندې ۹۰۰ مسلکي او متخصص کسان یې د کار موندنې په پار ثبت کړي دي.
د تورخم عمري پنډغالي د کار موندنې کمېټې مسوول هارون حامد په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«زموږ په ثبت شوو افرادو کې مسلکي هم شته، چې کسبونه یې زده دي او غیر مسلکي کسان، چې عادي کارونه کوي، شمېر یې ۳۳۲۲ تنه دی. همداراز، هغه کسان چې تخصص یې کړی ۲۰۱ تنه دي، چې پهکې ماسټران، لیسانس، او د لويو او وړو دورو فارغان شامل دي.»
ساحل چې تازه له پاکستانه په جبري ډول راستون کړای شوی دی، د تورخم عمري پنډ غالي کې د کارموندنې کمېټې ته د نوملیکنې په پار راغلی.
نوموړی هیلهمن دی، چې په کور دننه د کار او کسب خاوند شي:«پلار یې راته ونیوه، زه چې کله کمپ ته ورغلم، راته ویل یې، چې د کور سامان خرڅ کړه او تاسې واوړئ. ماته یې ویل چې زه به یو میاشت یا نیمه دلته پاتې یم، بیا به زه هم درپسې درځم ما د قیچيانو کار کاوه.»
د ساحل په څېر ځینې نور مسلکي کسان، چې په جبري ډول راستانه کړای شوي له مسوولانو د خپلې څانګې او مسلک برابر، د کاري فرصتونو د برابرولو په تړاو د همکارۍ غوښتنې لري.
له پاکستانه را ایستل شوی عبدالمجید خان د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«اوس خپل وطن ته راغلی یم. غواړم، چې دلته هر ډول خیاطي وکړم، که نظامي یونیفورم وي او که عادي جامې له حکومته مې غوښتنه دا ده، چې د کار په برخه کې له ما سره مرسته وکړي.»
له پاکستانه بل را ایستل شوی جان محمد هم څرګندوي:«له موږ سره دې د کار په برخه کې همکاري وشي، ترڅو ژوند مو دلته په خوشحالۍ سره تېر شي. موږ په خپل وطن کې ډېر خوشحاله یو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، د روان زیږدیز کال له اپریل میاشتې راهیسې له پاکستانه څه باندې ۱۴۴ زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
په دې اړه مو اندونه