له پاکستانه را ایستل شوي افغانان چې هېواد ته راستانه شوي، د دغه هېواد د پولیسو د ناوړه چلند کیسې کوي.
دوی وايي چې په پاکستان کې د نیولو پرمهال، د دوی ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او د اسلامي امارت له لوري د ملاتړ غوښتونکي دي.
له دې منځه، عبدالخالق چې څه باندې څلوېښت کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی، وایي چې دی او ۱۲ کسیزه کورنۍ یې د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوې او اته شپې په زندان کې ساتل شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې له دغې مودې وروسته، په جبري توګه له دغه هېواده ایستل شوي او ټوله شتمني یې د پاکستان په ګجرات سیمه کې پاتې شوې ده.
عبدالخالق چې اوس له پاکستانه را ایستل شوی، د پاکستان پر حکومته نیوکه کوي او وایي، چې د ده ماشومان په زندان کې ناروغه شوي دي.
له پاکستانه را ایستل شوي عبدالخالق طلوعنیوز ته وویل:«زموږ ماشوم ناروغ دی. هغه په پاکستان کې په زندان کې ناروغ شوی دی. زما مېرمن هم ناروغه شوې ده. موږ مرستې ته اړتیا لرو.»
له پاکستانه بل را ایستل شوی محمد ظاهر هم وايي:«موږ لس کاله په پاکستان کې ژوند کړی دی. زموږ ټول شتمني هلته پاتې شوې ده.»
بل خوا، له پاکستان او ایرانه ځينې را ایستل شوي پر دې باور دي، چې د کډوالۍ لامل یې اقتصادي ستونزې وې او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید د سرپناه د برابرولو او کار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
له ایرانه را ایستل شوی خوشبین وايي:«زه نږدې یو کال او درې میاشتې په ایران کې وم. یو ځل بیا له هېواده وشړل شوو او له پولې بېرته را وایستل شوو؛ ځکه چې د کورنۍ اقتصادي وضعیت خراب و او د اړتیاوو پوره کولو وس مو نهدرلود، نو بېرته مجبوره شوو، چې بیا ایران ته ولاړ شوو.»
بل پلو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۱۴۴ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې منځه، څه باندې ۱۱۰ زره کسان له پاکستان او پاتې نور له ایران او ترکیې راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني څرګندوي:«د روان زیږیز کال د اپریل له پیل راهیسې تر اوسه، ۱۴۴ زره او ۷۸۳ کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي. له دې شمېرې، ۱۱۰ زره او ۵۲۹ تنه له پاکستانه، ۳۴ زره او ۱۰۸ تنه له ایرانه، او ۱۳۲۲ تنه له ترکیې راستانه شوي دي. همداراز، ۳ زره او ۸۵ زندانیان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او د تورخم او سپینبولدک له لارې هېواد ته راغلي دي.»
له دې سره هممهاله، د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په تېرو ۲۶ ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۹۰ زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه