Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قابلو نړۍواله ورځ؛ د میندو او نوزېږو روغتیا کې د هغوی پر حیاتي رول ټینګار

سږکال د مۍ پنځمه، چې د قابله‌ګانو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، «په هر کړکېچ کې د قابله‌ګانو د حیاتي رول» تر سرلیک لاندې ولمانځل شوه.

قابله‌ګانې، د افغانستان د روغتیا سکتور یوه مهمه برخه ده، چې ان د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم، په تدریجي ډول میندو او نويو زېږېدلو ته خدمتونه وړاندې کوي.

له دې سره هم‌مهاله، په پلازمېنه کې ځینې قابله‌ګانې لا ډېریو زده‌کړو او کاري فرصتونو ته د زمینې د برابرېدو غوښتونکې دي.

قابله خدیجه شېزاد طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ غوښتنه دا ده، چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي، څو ډېرې قابله‌ګانې وروزل شي او د هېواد په ټولو د ولایتونو، په ځانګړې توګه لېرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونو جوړ شي، تر څو د میندو او نوزېږو د مړینې کچه راکمه شي.»

قابلې خالدې سادات هم وویل:«له بده مرغه زموږ په کلیو کې میندې کلینیکونو او ډاکټرانو ته نه ځي او خپلې ستونزې نه حلوي. په افغانستان کې یو ستره ستونزه دا ده، چې د زده‌کړو زمینه نشته، چې له امله یې موږ په هېواد کې کم شمېر قابله‌ګانې لرو، چې د ماستري او دکتورا په کچه یې زده‌کړې کړې وي.»

اروپایي ټولنه هم د قابله‌ګانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وایي، چې ټولو ښځو ته د زده‌کړو، په ځانګړې توګه په طبي برخه کې د زده‌کړو د زمینې برابرول، ټولنو ته د یوه پیاوړي کاري ځواک وړاندې کول دي.

اروپایي ټولنې ویلي:«اروپایي ټولنه د قابله‌ګانو د قربانیو درناوي کوي. د هغوی پیاوړي کول ژوندونه ژغوري، د میندو او نوزېږو ماشومانو مړینه کموي، او د روغتیايي سیستمونه پیاوړي کوي. د ښځو لپاره د زده‌کړو، په ځانګړې توګه د طبي زده‌کړو، د زمینې برابرول د ټولنې لپاره یو پیاوړی بشري ځواک رامنځته کوي.»

ډاکتره یاسمین یزداني طلوع‌نیوز ته وايي:«د ډاکټرانو او نسایي ولادي متخصصینو تر څنګ د قابله‌ګانو شته‌والی یوه حتمي او ضروري مسئله ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېر زیږیز کال د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) راپور ورکړی و، چې افغانستان دا مهال له ۱۸ زرو زیاتو قابله‌ګانو ته اړتیا لري.

همداراز، له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پراختیا مرستیال ویلي و، چې په هېواد کې له ۳۰ زرو ډېرې قابله‌ګانې د کاري فرصتونو په تمه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه