Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د دوحې بهیر پر اغېزمنتیا او پر ښځو د بندیزونو پر اغېز بحث

په کابل کې د جاپان سفارت شارژدافیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام لخوا په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د دوحې بهیر او د خصوصي سکټور لپاره د کاري ډلو جوړول او له نشه‌يي توکو سره مبارزه د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره مهم پلیټ فارمونه دي.

په کابل کې د جاپان د سفارت شارژدافیر میکیو ایزاوا وايي:«په دې برخه کې، روانې هڅې او د دوحې بهیر په ځانګړې توګه د خصوصي سکټور کاري ډلې او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې، د اوسني افغان حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره مهم بسترونه دي او د افغانانو حیاتي اړتیاوو ته ځواب ورکوي. زه دغه راز غواړم د دواړو کاري ډلو د پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د مشرتابه او همکارۍ ستاینه وکړم؛ د جاپان حکومت په دې بهیر کې فعال رول لوبوي او د دوحې بهیر ته په بشپړه توګه ژمن دی.»

بلخوا، په کابل کې د یوناما سیاسي مرستیاله او د اروپايي ټولنې شارژدافیره هم په افغانستان کې په ښځو او نجونو باندې پر لګول شوي محدودیتونه نیوکه وکړه.

په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ورونیکا بوسکوویچ پوهار وویل:«موږ دلته یو، چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړو. زموږ لومړیتوب ښځې، ځوانان، خصوصي سکټور او بشري پانګه ده. د دې موخې لپاره موږ مساعدو او د اټکل وړ سیاستونو ته اړتیا لرو.»

 د یوناما سیاسي مرستیاله جورجیت ګانیون هم وايي:«د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لېرې کولو ته بیړنۍ اړتیا ده. نه یوازې ښځې په اقتصاد کې له مشارکته محرومې دي؛ بلکې هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي هم له لا ډېرې معیشتي ناامنۍ سره مخ دي»

بلخوا، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي، چې افغانستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د ۲٫۷ سلنې منځنۍ اقتصادي وده تجربه کړې؛ خو دا وده حساسه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازی سټېفن رودریګز څرګندوي:«زموږ شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان شاوخوا ۷۵ سلنه وګړي له معیشتي ناامنۍ سره مخ وو. دا شمېر د ۲۰۲۳ کال پرتله شپږ سلنه لوړ دی. په دې مانا چې ۷۵ سلنه خلک په معیشتي کچه ژوند کوي او په سختۍ سره خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.»

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د راپور له مخې، روغتیایي خدماتو ته د ښځو اړتیا په ۲۰۲۲ کال کې له ۸۲ سلنې په ۲۰۲۴ کال کې ۹۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

د کار کولو عمر لرونکو ښځو استخدام یوازې د ۶ او ۷ سلنې ترمنځ دی، په داسې حال کې چې د نارینه وو لپاره دا کچه له ۸۳ تر ۸۴ سلنې پورې ده.

 په دغه راپور کې دغه راز ویل شوي، چې که د ښځو پر وړاندې محدودیتونه دوام وکړي، ښايي افغانستان ته د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ شاوخوا ۹۲۰ مېلیونه ډالره اقتصادي زیان واوړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه