Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: امیرخان متقي راتلونکې اونۍ تهران ته ځي

ټاکل شوې په راتلونکې اونۍ کې امیرخان متقي ایران ته لاړ شي.

سرچینو طلوع‌نیوز ته تایید کړې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي به روانه اونۍ د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته ولاړ شي.

سرچینې وایي، متقي به په دې سفر کې د «تهران ډیالوګ فورم» په نوم غونډه کې ګډون وکړي ـ چې تر اوسه یې جزئیات نه دي خپاره شوي ـ او له ایراني چارواکو سره به د کابل او تهران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.

 د سیاسي چارو شنونکی، ګل محمدالدین محمدي په دې اړه وايي: تهران ته به د امیرخان متقي سفر یو مثمر سفر وي. په دې کې به په ټولو ستونزو که د کډوالو دي، که د حقابې دي او که هلته د مېشتو افغانانو دي، که د بندیانو وي، پر ټولو به په تفصیل سره بحثونه وشي. زه هیله من یم چې دا به د متقي صاحب ارزښتناک سفر وي.

دا به تهران ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست درېیم رسمي سفر وي، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې وشي.

 د سیاسي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې دا سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر مهمو او ناحل شویو مسایلو مثبت اغېز کولای شي.

د سیاسي چارو شنونکي، هادي قریشي هم وايي: موږ له ایران سره نږدې ګاونډيتوب لرو او دا اجباري دی چې له هغوی سره جوړښت باید و اوسیږي. دویم دا چې د اوبو، کډوالو او بندیانو په اړه خبرې وشي او تفاهم ته ورسیږي. یو بل ته لاس ورکړي.

اوس مهال، له ایرانه د افغان کډوالو ایستل، ترانزیټي مسایل او د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې مسأله د کابل او تهران ترمنځ له اصلي ننګونو ګڼل کېږي.

تر اوسه د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه