Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان، چین او پاکستان درې‌اړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شوه

د افغانستان، چین او پاکستان درې‌اړخیزه غونډه نن (شنبې، د غويي ۲۰مه) په کابل کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې درې واړو لوریو هوکړه وکړه، چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه به ډېر ژر په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي، په دې غونډه کې چې د چین او پاکستان ځانګړو استازو هم ګډون درلود، له کابل سره د اسلام‌اباد او بېجینګ، سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې هکله وویل:«د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وزیر له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او هیله یې وښوده، چې په راتلونکي کې هم په دغو برخو کې ښه برمختګونه وشي.»

پخواني دیپلومات عزیز معارج په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په داسې حال کې، چې افغانستان له ننګونو او نړۍوالې انزوا سره مخ دی، د چین او په ځانګړې توګه د پاکستان په څېر هېوادونو سره اړیکې او خبرې اترې ډېرې ښې دي. همداراز، دا چې راتلونکې سیمه‌ییزې ناستې په کابل کې ترسره کېږي، دا په‌خپله د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.»

په دغې غونډه کې، د چین او پاکستان ځانګړو استازو هم ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به خپلې اړیکې د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر بنسټ لا پسې پراخې کړي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو څلورمه غونډه، د ازبیکستان په سمرقند ښار کې ترسره شوه او په دغې ناسته کې ګاونډیو هېوادونو ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به د امنیت، هوساینې او پرمختګ په برخو کې همکاري ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه