Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان کډوالو غوښتنه: له ایرانه د جبري ایستلو لړۍ دې ودرول شي

ځینې افغان کډوال، چې په ایران کې مېشت دي، له دغه هېواده غواړي، چې د دوی د جبري ایستلو لړۍ دې ودرول شي.

دوی د هېواد له سرپرست حکومت او د کوربه هېواد له چارواکو غواړي، چې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي.

 په ایران کې افغان کډوال صفر بارز وايي:«د افغانستان کډوال د ایران له لوري له پراخو او بې‌نظامه ایستلو سره مخ دي، او تر دې دمه د دغو جبري ایستلو د مخنیوي لپاره هېڅ اغېزمن اقدام نه‌دی شوی.»

بل افغان کډوال، عنایت الکوزی وايي:«ډېری هغه کډوال چې کلونه ‌یې په ایران کې ژوند کړی او د اوسېدو کارتونه او نور اقامتي اسناد لري، هم یوازې یو یا دوه کاله وخت ورکړل شوی، چې له هېواده ووځي.» 

بلخوا، له هغې وروسته چې پاکستان د لنډمهالې مېشتېدنې کارټ (پی‌اوآر) لرونکو افغان کډوالو ته، تر جون میاشتې د داوطلبانه ستنېدو وخت ټاکلی دی، ځينې کډوال اندېښنه څرګندوي او د پاکستان له حکومته د دغه ضرب‌الاجل د غځولو غوښتنه کوي.

پاکستان کې افغان کډوال عتیق‌الله منصور وايي:«د 'پی‌اوآر' کارت لرونکي کډوال هم د پخوانیو کډوالو په برخلیک اخته شوي، او اوس په وېره او اندېښنه کې دي؛ ځکه چې د جون تر پایه شاوخوا ۵۰ ورځې پاتې دي، خو تر اوسه د کډوالو اړوندو ادارو له خوا هېڅ مثبت ځواب نه‌دی ورکړل شوی.»

په پاکستان کې افغان کډوال ملک شینواری طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده، چې د پاکستان له حکومت سره خپلې اړیکې ښې کړي، ترڅو افغان کډوالو ته د پاتې کېدو لپاره اوږد فرصت برابر شي.»

 د کډوالو د حقونو ځینې فعالان په دې باور دي، چې سرپرست حکومت باید د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ، له کوربه هېوادونو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره خبرو ته ودانګي.

د کډوالو د حقونو فعال، جمعه‌خان پویا وویل:«په افغانستان کې مسوولان مکلف دي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) په ګډون له نړۍوالو بنسټونو سره په همکارۍ، له ایران او پاکستان سره خبرو ته داخل شي او د افغان کډوالو له ژوند، مال او عزته دفاع وکړي.»

د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان طالبي محمدزی وايي:«د کډوالو کوربه هېوادونه باید له افغان دولت سره همکاري وکړي، چې د ایستلو بهیر نورو وختونو ته وځنډېږي، او د اوسني حکومت په همغږۍ او د نړۍوالو بنسټونو په مرسته، د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو زمینه برابره شي.»

تر دې مخکې، د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی و، چې په تېرو ۳۴ ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۳۱ زره بې‌سنده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال، د هېواد له سرپرست حکومت او د کوربه هېواد له چارواکو غواړي، چې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه