Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د چین او روسیې هڅې د افغانستان او سیمې په ګټه دي

د افغانستان په اړه د چین او روسیې د ولسمشرانو د ګډې اعلامیې له خپرېدو وروسته، سرپرست حکومت د افغانستان د مسایلو د حل لپاره د بیجینګ او مسکو هڅې د سیمې په ګټه بولي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي، سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه له چین او روسیې سره د ښو اړیکو پلوی دی.

نوموړي په دې اړه ویلي: «دا هڅې د اقتصاد، سیمه‌ییز اتصال او ثبات په برخه کې مهمې بولو. موږ هم ورته دریځ لرو او له دواړو هېوادونو سره د ښو اړیکو په رڼا کې، د رغنده پرمختګ غوښتونکي یو.»

تېره ورځ د چین ولسمشر مسکو ته په سفر کې له خپل روسي سیال سره ټینګار کړی و، چې دغه دواړه هېوادونه له ترهګرۍ پاک او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې او د یو باثباته افغانستان غوښتونکي دي.

ولادیمیر پوتین هم، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمه‌ییزو هېوادونو او ناستو رول حیاتي بللی، او ټینګار یې کړی، چې روسیه او چین په دې برخه کې ګډ دریځ لري.

د سیاسي چارو کارپوه، ګل‌محمدالدین محمدي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل: «د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې د مجبورۍ له مخې دي؛ ځکه روسیه نه‌غواړي، چې امریکا یو ځل بیا په سیمه کې نفوذ تر لاسه کړي. له همدې امله داسې ښيي لکه د اسلامي امارت ملاتړې چې وي.»

سرپرست حکومت له تېرو درېیو کلونو راهیسې له چین سره نږدې اړیکې لري. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان او روسیې ترمنځ د دې لپاره خبرې روانې دي، چې د سفیر په کچه یو افغان ډیپلومات مسکو ته واستول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه