د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې لپاره د نړۍ د هېوادونو د لېوالتیا کچه زیاته شوې ده.
د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، تر اوسه ترکیې، ایران، چین، ازبیکستان، قزاقستان او پاکستان په دغه سکټور کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلاممحمد کاظم شهامت په دې هکله وايي:«د ترکیې، ایران، ازبیکستان، چین، قزاقستان، پاکستان او نورو هېوادونو، په ګډون بېلابېلو هېوادونو، د افغانستان په کرنې او مالدارۍ سکټور کې د پانګونې لپاره خپلې لېوالتیاوې څرګندې کړې دي. او د کرنې وزارت به د اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازم امکانات برابر کړي.»
په همدې حال کې، ځينې شنونکي د کرنې او مالدارۍ په برخو کې، د بهرنیو هېوادونو پانګونه د دغه سکټور د میکانیزه کولو او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د زیاتوالي لپاره مهمه بولي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رشیتا په دې هکله طلوعنیوز ته وویل: «هغه څه چې ډېر مهم ښکاري، د افغانستان د کرنې سکټور دی؛ دا برخه د پانګونې د جلبولو لوړه وړتیا لري او کولای شي ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړي. ۸۰ سلنه خلک په کرنه بوخت دي او ۶۰ سلنه یې له همدې لارې خپله معیشت چمتو کوي. څومره، چې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لپاره هڅې وشي، هومره به د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه راټیټه شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی قطبالدین یعقوبي هم وايي:«د بڼوالۍ په برخه کې پانګونه، د کرنیزو ټکنالوژیو عصري کول، او د کرنیزو بنسټونو پراختیا کولای شي، د دې سکټور د پیاوړتیا لامل شي او په پایله کې د خلکو او هېواد اقتصادي وضعیت ښه کړي.»
تر دې مخکې، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال اعلان کړی و، چې افغانستان د لوبیا، غنمو او چرګانو د روزنې په برخو کې ځان بسیا کېدو ته نږدې شوی دی.
په دې اړه مو اندونه