Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د برښنا د بند جوړولو سروې شوې ده

د بدخشان سیمه‌ییزو مسوولینو او یو چینایي شرکت د دغه ولایت جرم ولسوالۍ اړوند پل سوچ سیمه کې د یوه برښنا کوټ د جوړولو لومړنۍ ارزونه کړې ده.

د بدخشان والي وايي، پل سوچ د څه باندې ۷۵ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او په خبره یې، دغه سیمه کې د یوه برښنا کوټ د جوړولو هڅې کوي.

د بدخشان والي، محمد ایوب خالد و ویل: «که دلته بند جوړ شي نو ۷۵ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا به ولري، اوس خو د سروې په موخه راغلي یو، چینایان هم دي او زموږ کورني شرکتونه هم دي. بیا به دا له مشرتابه سره شریکوو چې څومره امکان شته چې بند جوړ شي او بیا ورته چمتووالی ونیسو.»

د بدخشان د برښنا رییس، حکمت الله اخندزاده و ویل: «یو چینایي شرکت د سیمه ییزو مسوولینو په همکارۍ چې د پل سوچ سیمې د بند د کتلو لپاره راغلی او حتی چمتو ده چې پر دغه بند پانګونه وکړي.»

سیمه ییز مسوولین دغه راز له کورنیو او بهرنیو سوداګرو غواړي چې د برښنا تولید او ځینو نورو برخو کې په بدخشان کې پانګونې وکړي.

د بدخشان امنیه قومندان، نېک محمد ملنګ و ویل: «شرکتونو او ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو چې دا زموږ دنده ده چې موږ به یې امنیت ټینګوو او نشاالله شپه او ورځ به د دوی امنیت ته حاضر یو.»

د بدخشان د جرم ولسوال، محمد اصیل کاظمي و ویل: «الحمدالله بدخشان د برښنا د تولید ښې سیمې لري، یو یې پل سوچ ده، موږ او تاسو یې شاهدان چې که بند پرې جوړ شي نه یوازې بدخشان بلکې ټول شمال زون ته به برښنا ورکړي.»

ورته مهال د بدخشان ځینې اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې ژر تر ژره د برښنا د دغه بند د جوړولو چارې پیل کړي.

د بدخشان اوسېدونکی، جاوید وایي: «موږ د دې اقدام هرکلی کوو، دا ښه اقدام دی او هیله من یو چې ژر تر ژره یې کار پیل شي.»

د مسوولینو په خبره، سره له دې چې بدخشان د هېواد له پنځوس سلنې زیاتې د اوبو سرچینې لري خو د دغه ولایت د ډېری سیمو اوسېدونکي برښنا ته لاسرسی نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه