د اسلامي امارت مشر د افغانستان د استخباراتو له ریاسته غوښتي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې تخریبي پلانونه شنډ کړي.
شیخ هبتالله اخندزاده د استخباراتو ریاست مسوولانو لپاره په یوه جوړ شوي سیمینار کې، استخبارات «د اسلامي نظام د ملا تیر» بللی او د شریعت پر تطبیق او پر ذهنیت جوړولو یې ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې شیخ هبتالله اخندزاده په دغه یو ورځني سیمینار کې ټینګار کړی، چې د اسلامي نظام پر وړاندې تخریبي پلانونه باید ناکام او شنډ کړل شي.
ښاغلی فطرت وايي:«عالي قدر امیر المومنین په اسلام کې د استخباراتو، ارزښت، اهمیت او دنده تشریح کړه او استخبارات یې د اسلامي نظام د ملا تیر وبلل او وې ویل، چې استخبارات باید د اسلامي نظام د دښمنانو ټول فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي، اسلامي شعایرو د سپکاوي مخه ونیسي او له نورو ادارو سره په ګډه، د شریعت د تطبق هڅې وکړي.»
بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دغه وزارت د ډیپلماسۍ له انسټېټیوټه د څلورمې دورې د فارغینو په مراسمو کې، له کورني او بهرني شره د هېواد د ساتنې پر ټينګار سره د ملي یووالي ټینګښت مهم بللی دی.
د امیرخان متقي په وینا، اسلامي امارت د ملي ګټو پر بنسټ د کورني او بهرني سیاست جوړولو لپاره هڅې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست طلوعنیو ته وايي:«موږ او تاسې باید راتلونکی افغانستان له شره وساتو، هم له داخل شر او هم له بهرني شر څخه، دا مسوولیت دی، الله تعالی به له موږ پوښتنه کوي. موږ د همدې لپاره شپه او ورځ الحمدالله یوه وکړې ده، له بهرنیو سره داسې تعامل ولرو، چې هېواد ته مو زیان ونهرسېږي، څنګه د مینې تعامل ولرو چې څوک د بېګانګۍ حساس ونهکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی ګل محمدالدین محمدي هم وویل؛«د هغه افغانانو چې په بهر کې دي یا دننه په کور دي، د هغوی هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او همدار په حکومت کې هغه څوک چې، هغه ژمن، وي، تخصص ولري او د افغانستان د خاورې وي او د افغانستان خاورې او نظام ته ژمن وي. هغوی ته په نظام کې برخه وکړي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تېره ورځ د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په درې اړخیزه غونډه کې، له کابل سره د اسلاماباد او بیجینګ سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او د دې اړیکو د لا پرمختګ هیله یې وښوده.
په دې اړه مو اندونه