د عدلیې وزارت ویلي، چې په هېواد کې د «غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو او ځمکو وزارت» په نوم یو نوی وزارت جوړ شوی دی.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، تر هغه چې نوی وزارت په رسمي ډول خپل فعالیت پیل وي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون به خپلې چارې پر مخ وړي.
د عدلیې وزارت د امارت د قضیو عمومي رییس، احسانالله وثیق، ویلي:«د ځمکو د غصب د مخنیوي او استرداد کمېسیون، اوس د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو او ځمکو وزارت ته اوښتی دی. د دغه کمېسیون فعالیت نه بندېږي، تر هغې چې نوی وزارت تشکیل او په رسمي توګه خپلې چارې پیل کړي. د کمېسیون فعالیتونه، لکه پخوا، په جدي ډول روان دي.»
ښاغلي وثیق دا هم ویلي، چې د کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې له ۴۹ مېلیونه او ۷۶۳ زره جریبه ډېره ځمکه تثبیت شوې او له دې منځه، څه باندې ۳ مېلیونه او ۹۳۰ زره او ۹۳۳ جریبه ځمکه له غاصبانو بېرته اخیستل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «د کمېسیون د فعالیت له پیله تر اوسنۍ نېټې، ۴۹ مېلیونه، ۷۶۳ زره او ۷۲۱٫۲۷ جریبه ځمکه تثبیت شوې، چې له دې جملې، ۳ مېلیونه، ۹۳۰ زره او ۹۳۳٫۵۸۴ جریبه ځمکه له غاصبانو بېرته ترلاسه شوې ده.»
له دې سره هممهاله، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مرستیال ویلي، چې د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون جوړېدو د ملي سترو پروژو لکه تاپي، قوشتیپې او کاسا-۱۰۰۰ د عملي کېدو زمینه برابره کړې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د سرحداتو د ارزونې مرستیال محمد اسماعیل غزنوي وايي:«په ټول هېواد کې داسې سترې پروژې شته لکه د قوشتیپې کانال، د کاسا-۱۰۰۰ پروژه او همداراز د تاپي پروژه، چې که د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون فعال نه وای او ځمکې له غاصبانو نه وای پاکې او بېرته اخیستل شوې نهوای؛ نو هېڅ یوه له دغو پروژو به پرمختګ نه وای کړی.»
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه څه باندې ۱۲ مېلیونه او ۷۷۲ زره جریبه ځمکه د ملي ګټو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته سپارل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه