د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په کتنه کې یوځل بیا د اسلامي امارت دریځ روښانه کړ.
نوموړي څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د متقابل درناوي او تعامل پر بنسټ د سیمهییزو اړیکو پراختیا او تفاهم ته ژمن دی.
ښاغلي حقاني همدارنګه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
په دغه کتنه کې د چین او پاکستان ځانګړو استازو هم ډاډ ورکړ، چې هېوادونه یې د افغانستان اسلامي امارت سره د ښېګڼې، تفاهم او متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ژمن دي.
د افغانستان لپاره د چین استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې بیجینګ به په نړۍواله کچه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد په اقتصادي پراختیا کې به فعاله ونډه واخلي.
یوشیاو یونګ همداراز امیرخان متقي ته بلنه ورکړې، چې د روانې زیږیزې میاشتې په پای کې چین ته رسمي سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس احمد ضیاء تکل ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین او پاکستان ځانګړو استازو په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په درې اړخیزه ناسته کې ګډون کړی. په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د پانګونې د جلب او د ګډو پروژو د پیل په اړه بحثونه شوي دي.
ښاغلی تکل وايي:«همدا راز ښاغلي یوشیاو یونګ د روانې میلادي میاشتې په پای کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر له خوا د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته چین ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، چې د افغان لوري له خوا په خوښۍ سره ومنل شوه.»
د چین او پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړو استازو په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په درېاړخیزه ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، پانګونې د جلب او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د ګډو پروژو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«محترم الحاج نورالدین عزیزي په خپلې پرانیستونکې وینا کې د پاکستان او چین د لوړپوړو استازو د حضور مننه وکړه او د ګډو او متقابلو همکاریو پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت تګلاره اقتصاد محوره ده.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه، چین او پاکستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو بولي او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخېدل د افغانستان په ګټه ګڼي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید په دې هکله وویل:«له پاکستان، چین او همدارنګه د سیمې له نورو هېوادونو سره سوداګري زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تل هڅه کړې، چې د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګري او د توکو تبادله پراخه شي.»
بیاځلې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د افغانستان او چین ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوي؛ خو له پاکستان سره د افغانستان سوداګرې اړیکې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې ده.
په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا د افغانستان پر سوداګرۍ او ټرانزیټ هم منفي اغېز کړی، او د کابل د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو له امله د وچې مېوې صادرات ۷۰ سلنه کم شوي دي.
په دې اړه مو اندونه