Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

منصور: نظام کې باید هر ډول خلک داخل نه‌شي، امنیت ته ګواښ پېښولای شي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست پکتيا کې د اوبو تنظيم برخه کې د پروژو د پرانيستې مراسمو کې وايي په نظام کې بايد هر ډول خلک داخل نشي ګنې شته امنيت ته ګواښ پېښولی شي.

عبدالطیف منصور خلکو ته د اسانتياوو برابرولو کې اسلامي امارت مسوول بولي او زياتوي، چې يوازې د اوبو تنظيم برخه کې نږدې درې نيم سوه چک ډيمونه جوړ شوي دي.

نوموړی زياتوي چې د اسلامي امارت شته شاوخوا اويا زره غړي د امنيت خونديتوب او هېواد څخه د دفاع لپاره بسنه کوي. 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي:«کله کله موږ خپلو مسوولانو ته هم وایو، ځان ته هم وایو، ډلګي مشرانو ته هم وایو چې همدغه مجاهدین همداسې وساتئ، نه به بهرنی سړی پر افغانستان برید وکړي او نه به په دننه هېواد کې امنیت خراب شي؛ خو که ما او تا د دې په فکر کې شو، چې ډله اضافه کړو، راځه هر لوچک او لوفر او غل راوله او د ځان ډلګي دې پرې قوي کوه، بیا نو خدای دې نه‌کړي بیا به دغه امنیت نه‌وي او بیا به سر ټکوئ او بیا به موږ هم پرېښانه یو.»

د اسلامي امارت دغه لوړ پوړی چارواکی د خپلې وينا په يوه بله برخه کې وايي چې اسلامي امارت مسووليت لري ترڅو خلکوته د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړي او زياتوي، چې يوازې د اوبو تنظيم برخه کې د هېواد بېلابېلو برخو کې د ۳۴۰ چک ډيمونو د جوړېدو سربېره څو ستر بندونه هم جوړ شوي دي. 

عبدالطيف منصور زیاتوي:«اسلامي امارت هم د هرې ولسوالۍ لپاره یو دغسې چک ډیمونه په نظر کې نیولي وو؛ ځکه ډېره زیاته وچکالي وه، بیا نو د مشرتابه محترم مقام دغو درې وزارتونو، د اوبو او انرژۍ، د کلیو پراختیايي او کرنې وازرتونو ته لارښونه وکړه، چې په هرې ولسوالۍ کې یو چک ډیم جوړ کړئ.»

ورته مهال د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د اوبو تنظيم برخه کې د ۱۵ مېليونه افغانيو په لګښت د څلورو پروژو چارې پيل شوې. 

د کابل د سينديزې حوزې رييس محمد عارف مومند په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه څلورو پروژې چې هلته مو پرانیستلې؛ نو د زرمت ولسوالۍ کې د ۱۵٫۲ مېلیونه افغانیو په لګښت سره به پای ته رسېږي ان‌شاالله او نوموړې پروژې د (یو‌اېڼ‌ډي‌پي) همکارې موسسې خیریه بنسټونو د هغو په مرستې به دا بشپړې کېږي.»

د پکتيا اوسېدونکی  محمد انور خان هم طلوع‌نیوز ته وايي:«یوه ګټه یې دا ده، چې د ځمکې د اوبه کچه راپورته کېږي، دویم د سېلابونو مخنیوی کېږي او درېیم دا چې زموږ ځمکې پرې خړوبېږي.»

هم مهاله د پکتيا د اوبو او انرژۍ رياست لپاره د څه د پاسه ۱۲ مېليونه افغانيو په لګښت د دوه پوړيزې اداري ودانۍ د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه