Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سهیل شاهین افغانستان کې د فرانسې د سفارت پرانیستو غوښتنه کړې

په قطر کې، د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره په کتنه کې له فرانسې غوښتي، چې په کابل کې خپله سیاسي استازولي بېرته فعاله کړي.

ښاغلي شاهین ویلي، چې د فرانسې د سفارت بېرته پرانیستل د کابل او پاریس ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم ګام کېدای شي.

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر په دې هکله وویل:«پرون مو دلته په دوحه کې، د افغانستان د اسلامي امارت په سفارت کې د افغانستان لپاره د فرانسې شارژدافیر ژان میرين ‌شو سره وکتل او د افغانستان او فرانسې ترمنځ پر اړیکو، له افغانستان سره د روغتیا او لرغونو اثارو په برخه کې، د فرانسې هېواد د مرستو، د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ د مثبت تعامل، د بشري مرستو او پر روان سیاسي وضعیت مو خبرې وکړې.» 

د سیاسي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي، چې د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د اسلامي امارت وروستۍ خوځښتونه له نړۍوالې انزوا د وتلو او د چین، روسیې، امریکا او اروپا په څېر د سیمه‌ییزو او نړۍوالو قدرتونو ترمنځ د انډول د رامنځته کلو لپاره د سرپرست حکومت د هڅو ښودنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمان اوریا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان بهرنۍ ډیپلوماسي یوه بریالۍ ډیپلوماسي ده، چې له ډېرو هېوادونو سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي او هغه ورځ لرې نه‌ده، چې افغانستان د همدې ډیپلوماسۍ پر بنسټ په بشپړه توګه له انزوا وژغورل شي او د نړۍ له فعالو غړو حساب شي.» 
 
د سیاسي چارو بل شنونکي معین‌ ګل څمکني هم وویل:«زموږ د بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې د نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او دغو هڅو مثبته پایله ورکړې ده؛ ځکه اوس موږ ګورو چې شاوخوا ۳۰ هېوادونه له موږ سره ښې او دوستانه اړیکې لري. له دې امله موږ باید دا کار نور هم پراخ کړو او اوس چې په افغانستان کې امنيت راغلی، هر ډول شرایط برابر شوي. هغوی باید له دغې موکې ګټه پورته کړي او موږ هم باید له دغه فرصته استفاده وکړو.»

فرانسه له هغو هېوادونو ده، چې د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګست له بدلونونو وروسته یې په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک فعالیت درولی؛ خو لا یې هم د بشري چینلونو له لارې له افغانانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه