د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ زلزله ځپلو ته زر کورونو جوړ او په واک کې ورکړل شول.
دغه بنسټ په دې ولسوالۍ کې د دغو کورونو سربېره يو روغتون او يو ښوونځی هم جوړ کړی او ویلي، چې پر دغې پروژې ۷٫۸ مېليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رييس عرفات جمال وايي:«موږ د زرو کورونو د جوړولو ژمنه کړې وه، هغه مو پوره کړه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه زره کسان پهکې مېشت او زموږ له مرستو برخمن شول.»
د پکتيکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس حمدالله فاتح په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«په دې ټولو کورونو اوه اعشاریه اته مېليونه امريکايي ډالره لګښت راغلی، چې يو کلينيک او يو ښوونځی هم پهکې شامل دي.»
د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي ۴۵ کلن نايب خان ته د جوړ شوي کور کيلۍ سپارل کېږي، هغه خوښ دی، چې له نږدې درې کاله بې کورۍ وروسته د خپل کور خاوند شو.
نايب خان وویل:«دا پاخه کورونه يې راته جوړ شول ډير پرې خوشاله يو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې څخه مننه کوو موږ سره يې لويه همکاري وکړه خو موږ دې نه هېروي ځکه ډېرې نورې کورنۍ هم ورته اړتيا لري.»
د ګيان ولسوالۍ نور زلزله ځپلي هم د دې کورونو جوړېدو ته خوښ دي؛ خو د چاردېوالۍ جوړېدو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی مومين د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«د دې کور په جوړيدو ډير حوشاله يم ځکه نږدې درې کاله مو په خيمو کې ژوند وکړ.»
د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی نظير شاه هم وویل:«غوښتنه مو دا ده، چې نورې مرستې هم راسره وکړي کور مو جوړ دی ټول پهکې نه ځايېږو او بايد د دې کورونو په جوړولو کې راسره همکاري وشي.»
د ۱۴۰۱ لمريز کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د پکتيکا ګيان او برمل ولسوالۍ سختې زلزلې وځپلې او زرګونه کورنۍ بې کوره شوې. په ګيان ولسوالۍ کې لا هم تر ۲۵۰ کورنۍ سرپناه نهلري.
په دې اړه مو اندونه