د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصورد یوه پلاوي په مشرۍ د ازبیکستان د انرژۍ په پنځم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د ازبیکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، دغه کنفرانس «د پایېدونکې انرژۍ لپاره د سیمه ییزې همکارۍ» تر سرلیک لاندې په تاشکند کې جوړېږي او موخه یې د انرژۍ په برخه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا، د ګډو پروژو د پانګونې د فرصتونو ارزونه، په منځنۍ اسیا کې د برېښنا او ګازو د لېږد په پروژو کې ګډون او له تجدید وړ انرژیو ګټه اخیستنه ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد په دې هکله وايي:«ښاغلی منصور صاحب به په دې کنفرانس کې د نوې انرژۍ او عصري ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو او ننګونو په اړه خبرې وکړي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت پلاوی باید په دې سفر کې هڅه وکړي، څو د افغانستان د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لار هواره کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی میر شاکر یعقوبي طلوعنیوز ته وايي:«که په دې سفر کې وکولای شو، چې د انرژۍ د تولید په برخه کې بهرنۍ پانګونې یا همکارۍ راجلب کړو، نو دا سفر به بریالی وي او د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا او د انرژۍ د تولید زیاتوالي لپاره به ډېر اغېزناک تمام شي؛ خو که لازمې پانګونې راجلب نهکړو، دا سفر به هم د تېر په څېر بېپایلې پاتې شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي قطبالدین یعقوبي هم وویل:«ازبیکستان، د افغانستان ګاونډي هېواد په توګه، او د انرژۍ او برېښنا په برخه کې د خپلې قوي بنسټیزې زېربنا له امله، کولای شي په اوسنیو شرایطو کې د تجربو او شته امکاناتو له ادلون بدلون سره، په افغانستان کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي.»
د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د روان زېږدیزکال د مې له ۱۳مې تر ۱۵مې د ازبیکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو د وزیرانو او دغه راز د نړیوالو سازمانونو لکه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او نړیوال بانک د استازو په ګډون جوړېږي.
په دې اړه مو اندونه