د بریتانیا «SAS» یا د ځانګړو هوايي ځواکونو او د «SBS» یا ځانګړو سمندري ځواکونو په ګډون د بریتانیا د پخوانیو ځانګړو ځواکونو له ۳۰ زیاتو غړو په عراق او افغانستان کې د جنګي جنایتونو جزییات ډاګیز کړي دي.
دوی ویلي، چې په افغانستان کې د پوځي حضور پر مهال، ناقانونه وژنې، د ولچک شویو بندیانو وژل او ان د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي.
د «بي بي سي» د راپور له مخې، د دغو کسانو د شاهدۍ پر بنسټ، د «SAS» ځينې غړي نیمه شپه د خلکو کورونو ته ورننوتل او خلک به یې د خوب پر مهال وژل او یایې له وژلو وروسته د ولچکونو په لېرې کولو او د هغوی ترڅنګ د وسلې په اېښودلو سره د صحنې بڼه داسې بدلوله چې کواګي وژل شوي کسان وسله وال وو.
د جنګي جرمونو په تړاو د برېټانیا د پخوانیو ځانګړو ځواکونو څرګندونې
۱- د یوه ځوان هلک لاسونه یې ولچک کړل او ډزې یې پرې وکړې. هغه ماشوم و، ان د جګړې عمر ته لا نږدې نه و.
۲- هغوی به لومړی یو کس تلاشي کاوه، لاسونه به یې ورته ولچک کړل، بیا به یې ورباندې ډزې کولې.
۳- د بندیانو اعدامول یوه عادي خبره شوې وه. ان ځینو کسانو ته دا یو ډول روږدتیا وه. ما داسې کسان ولیدل چې له وژنو یې خوند اخیست.
د نظامي چارو کارپوه احمد اندړ په دې هکله وايي:«په افغانستان او عراق کې د ترسره شويو جنګي جنایتونو او جنایتکارانو د محاکمې لپاره، نړۍوالې محکمې ته اړتیا ده.»
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د برېټانیا پخوانی لومړی وزیر ډیوېډ کامرون له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ زېږدیز کال پورې اووه ځله افغانستان ته سفر کړی و او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه ته د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو خبرداری ورکړی و. خو د ډېويډ کامران ویاند بي بي سي ته ویلي چې دوی هغه مهال د برېټانوي ځانګړو ځواکونو په تړاو کوم مستقیم خبرداری نهو ترلاسه کړی.
یو پخوانی ډیپلوماټ، عزیز معارج په دې هکله طلوعنیوز ته وویل: «کله چې یو یا دوه هېوادونه خپلې غږونه پورته کوي، دوی د خپل راتلونکي نسل او تاریخ لپاره خپل مسوولیتونه رفع کوي، چې ګواکې موږ داسې عمل وکړ؛ خو په کار دا ده، چې دوی اوس هم غواړي چې افغانستان بې ثباته کړي. هېڅوک باید خپله غږ پورته نهکړي، او دا به غوره وي، چې بالاخره د افغانستان خلکو باید خپل غږ په نړۍوالې کچه پورته کړي یا محکمې ته لاړ شي، یا هم جنګي غرامت وغواړي.»
اسلامي امارت وايي، دا اعترافونه د ناټو او امریکا په ګډون د نیواکګرو ځواکونو لخوا د افغان ولس پر وړاندې د شویو جنګي جرمونو پخلی کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وویل:«دا یو واقعیت وو، چې په افغانستان کې ټولو بهرنیو ښکېلاکګرو ځواکونو بېلابېل جنګي جنایتونه ترسره کړي وو، تېر شل کاله د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو هره ورځ د افغانانو په وژلو او شکنجه کولو بوخت وو.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم د دغو جرمونو قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د عدالت او ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي:«د بيبيسي د پانوراما دې هېښوونکي افشاګرۍ د برېټانیا د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د غړو له لوري د خپلو همکارانو د جنګي جرمونو په تړاو چوپتیا ماته کړه. دا چاره قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د ځواب ویلو او جامع عدالت اړتیا روښانه کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیگیر وايي:«دا ډېر مهم دي، چې نه یوازې برېټانیا؛ بلکې ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه کړي، باید محاکمه شي او افغان ولس ته د جګړې تاوان (غرامت) ورکړل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د برېټانیا د پوځ مشر جنرال پاټریک سانډرز د دغو تورونو په تړاو د خپلواکو څېړنو ملاتړ کړی او د ۲۰۲۳زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې د برېټانیا دولت د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره «د افغانستان په تړاو د خپلواکې څېړنې» په نوم څېړنې پيل کړې.
په دې اړه مو اندونه