Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له جوی شیر تر زیرمیني پورې له سړکه د خاورې ایستلو بهیر پیل شوی

د کابل ښاروالۍ له جوی شیر تر زیر زمیني پورې د سړک د کیندنې او خاورو د لیږد د کار له پیل خبر ورکوي.

د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په وینا، د دغه سړک اوږدوالی ۷۸۳ متره او سور یې ۳۲ متره دی.

دغه سړک یو پل هم لري چې د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

 د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت‌الله بارکزی په دې اړه وايي: «دا سړک یو پل هم لري، چې ټولیز اوږدوالی یې ۷۸۳ متره دی. شاوخوا ۶۲ میلیونه افغانیو لګښت پرې راځي او ۳۲ متره سور لري. د دې سړک په جوړېدو سره موږ کولای شو د هغې سیمې جدي ټرافیکي ستونزې حل کړو چې زیر زمیني پورې تړلې ده.»

که څه هم د کابل د دې سیمې اوسېدونکي د دغه سړک جوړول د ټرافیکي ګڼې ګوڼې او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره ګټور بولي او غواړي چې دغه پروژه په لوړ کیفیت او پر خپل وخت بشپړه شي، خو زیاتوي چې د اوبو او برېښنا د نشتوالي له ستونزو سره هم مخ دي.

د کابل اوسېدونکی، امین وايي: «د دې سړک سور ډېر کم و، خو اوس ډېر پراخ شوی او ساحه‌یې هم زیاته شوې ده. دا د خلکو لپاره ډېر ګټور تمامېږي، ځکه چې ګڼه‌ګوڼه به کمه شي او د خلکو ستونزې به حل شي، ټولې هغه ستونزې چې د خلکو ژوند د ټرانسپورټ له وسایلو سره تړلی دی.»

اسدالله چې د کابل یو بل اوسېدونکی دی هم وايي: «کارګران او ماشینونه لري خو کار ډېر ورو روان دی. له روژې میاشتې راهیسې کار روان دی خو له پیل راهیسې تر اوسه موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. ډېرې خاورې او دوړې دي.»

شفیع هم وايي: «د سړک په مسیر کې د اوبو ځینې پایپونه پرې شوي چې موږ ته یې د اوبو د نشتوالي ستونزه پیدا کړې ده. کله کله یې رغوي، خو بیا بېرته ورانېږي.»

د کابل ښاروالۍ د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې په کابل ښار کې ۱۰۰ کیلومتره نوې سړکونه جوړ شوي، ۱۰۰ زره مربع متره سړکونه ترمیم شوي، ۱۰۸۶ جایدادونه د ښاروالۍ له لوري استملاک شوي او شاوخوا ۱.۷ میلیارده افغانۍ د استملاک ذ حقوقو په توګه هېوادوالو ته ورکړل شوي دي.

د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په وینا، د دغه سړک اوږدوالی ۷۸۳ متره او سور یې ۳۲ متره دی او دغه سړک یو پل هم لري چې د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه