Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د جنګي جنایتونو پټولو کې د یوه برېټانیايي جنرال د رول افشا کېدل

د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو یوه جنرال د افغان ځواکونو د پناه غوښتنې دوسیې رد کړې دي، څو په افغانستان کې د برېټانیا د جنګي جنایتونو په تړاو د هغوی د شاهدۍ مخنیوی وکړي.

د بي‌بي‌سي «پانوراما» پروګرام افشا کړې، چې په افغانستان کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو پخواني قومندان جنرال سیر ګوین جنکېنز د دغو ځواکونو د احتمالي جنګي جنایتونو په تړاو له راپور نه ورکولو وروسته، د افغان کومانډو ځواکونو د پناه غوښتنې په ردولو کې رول درلود.

دغو کومانډوګانو چې د برېټانیايي ځواکونو ترڅنګ یې د خدمت معتبر شواهد لرل، غوښتنلیکونه یې هغه مهال رد شول کله چې په برېټانیا کې د برېټانیايي ځواکونو د جرمونو په تړاو قضايي څېړنه پیل شوه.

څېړنې ښيي چې د جنکېنز لخوا ګومارل شوي افسر د غوښتنلیکونو د ردولو په موخه فشار اچوه او دا پرېکړې د هغه تر مستقیمې څارنې لاندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي د راپور په یوې برخه کې راغلي:«په برېټانیا کې د مېشتېدو لپاره د سلګونو افغان کمانډو ځواکونو د مېشتېدو غوښتنې د داسې یوه جګپوړي جنرال تر څارنې لاندې رد شوي، چې تر دې وړاندې یې د برېټانوي ځانګړو ځواکونو (SAS) پر ضد د جنګي جنایتونو د اسنادو له افشا کولو ډډه کړې وه. دغو افغان کمانډو ځواکونو په افغانستان کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی و.»
 
 د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«ډېری افغان کډوال چې برېټانیا ته یې د پناه غوښتنه کړې وه، ډېری یې هغه نظامیان وو، چې د برېټانوي ځواکونو ترڅنګ یې په افغانستان کې کار کړی و او له جدي خطر سره مخ وو. د نړۍوالې ټولنې له خوا پراخ اعتراضونه او همدارنګه په برېټانیا کې د افغان کورنیو اندېښنه یې راپارولې دي، په داسې حال کې، چې د برېټانیا دغه پرېکړه د کډوالۍ له ټولو نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.»

دا موضوع داسې مهال ډاګیزه کېږي، چې د برېټانوي ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو یوه رسمي قضایي څېړنه روانه ده.

د سیاسي چارو شنونکي عبدالصادق حمیدزوی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغو کسانو چې دغه ستونزې یې رامنځته کړې دي، باید سزا ورکړل شي او محاکمه شي. او ظلم یې کړی، باید عدلي او قضايي مراجعو ته وسپارل شي، څو د غرامت مسئله او لږ تر لږه جبري ښکېلاک یې کړی په ځانګړې توګه د بشري حقونو موضوع باید بربنډه شي.»

بلخوا، د بښنې نړۍوال سازمان د برېټانوي ځانګړو ځواکونو لخوا د ناقانونه اعدامونو او سیستماتیکې پټ ساتنې د تورونو له افشا کېدو وروسته، د بشپړې ځواب ورکړې غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان زیاتوي:«په افغانستان کې د برېټانوي ځانګړو ځواکونو لخوا د ناقانونه وژنو او پټولو تورونه لکه څنګه، چې د بي‌بي‌سي پانوراما لخوا وړاندې شوي؛ خورا جدي دي او د جنګي جرمونو په توګه ګڼل کېږي. د ماشومانو او ټپیانو په ګډون د بندیانو قصدي وژنې له نړۍوالو بشري قانونو یوه لویه سرغړونه ګڼل کېږي.»

پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج هم وايي:«په ټوله کې، د ځینو هېوادونو د عسکرو له استولو سره افغانان خوشحاله نه‌وو، نه ولسي خلک او نه هم نظامیان. له همدې امله ډېری یې عقده درلوده او د غچ فکر یې کاوه. اوس هم دوی د بښنې نیت نه‌لري، ان دا چې لا هم ځیني جنرالان، لکه برېټانوي جنرالان، په زړه کې عقده لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې بي‌بي‌سي تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې د هوایي ځواکونو او د ځانګړو سمندري ځواکونو په ګډون د برېټانیا ځانګړو ځواکونو څه باندې دېرشو غړو، په عراق او افغانستان کې د ناقانونه وژنو، ولچک شویو بندیانو د اعدامولو او د ان د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د وژنو جزییات ډاګیزه کړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه