د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوې نوې پرېکړه کې اعلان کړی، چې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت پروګرام (TPS) د مۍ میاشتې په ۲۰مه پای ته رسېږي او دغه پرېکړه به د جولای تر ۱۳مې عملي شي.
دغه پروګرام په ۲۰۲۱ کال کې د مخکیني حکومت له پرځېدو او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، په امریکا کې زرګونه افغانانو ته د لنډمهالي اوسېدو، د کار او له ایستلو د خوندیتوب اجازه ورکړې وه، اوس، امریکايي چارواکي وايي، چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او دا وګړي نور تر دغه پروګرام لاندې د پاتې کېدو اړین شرایط نهلري.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي:«د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم نن د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب د وضعیت پای ته رسېدل اعلان کړل. د دغه وضعیت اعتبار به د ۲۰۲۵ کال د مې پر ۲۰ پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۲ عملي شي.»
د کډوالو د حقونو فعال محمد جمال مسلم په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«په تېرو درېیو کلونو کې هغه جبري کډوالۍ، چې سترو وچو او ګاونډیو هېوادونو ته شوي، هغه تر ټولو تریخې ورځې دي، چې زموږ ولس یې تجربه کوي.»
امریکا ته د افغانانو د لېږد د ملاتړي پروګرام «افغان ایوک» مشر د دغه خبر په خپرولو سره ویلي چې په دې پرېکړې سره به د څه باندې ۱۱ زرو هغو افغانانو قانوني ملاتړ له منځه ولاړ شي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې مرسته کړې وه. نوموړی وایي، دا پرېکړه د واقعیت پر بنسټ نه؛ بلکې د سیاست پر بنسټ شوې ده.
د افغان ایوک رییس شان ون ډایور په دې هکله وايي:«دغه پرېکړه پر هغو کسانو اغېز کوي، چې دا مهال په امریکا کې دي او یوازې د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت لري او په فعاله توګه یې د هغه غوښتنه کړې ده. دا پرېکړه د هغو کسانو پر قضیو اغېز نهلري، چې د سیاسي پناه غوښتنې دوسیې لري، یا د ځانګړې کډوالې دوسیه (SIV) لري، یا د واده له امله د اقامت اخیستو پر لار دي، یا هم زدهکړې کوي، او یا هم په محکمو کې د کډوالۍ فعالې دوسیې لري.»
دغه پرېکړه د کډوالو د حقونو دفعالانو له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي په دې هکله وویل:«د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه دې د ملګرو ملتونو سازمان او هغو غیر دولتي بنسټونو لهخوا چې د پناه غوښتنې په برخه کې کار کوي، جدي پرېکړه وشي.»
د کډوالو د حقونو فعال محمدخان طالبي محمدزی هم وايي:«په امریکا کې د کډوالو په تړاو د دغه هېواد د امنیت وزیر وروستۍ پرېکړه د اندېښنې وړ ده، او دا اقدام د نافذه قوانینو خلاف بلل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا سترې محکمې امر کړی و، چې د مې میاشتې له ۱۲مې نېټې وروسته، د افغان کډوالو د دوسیو د څېړنې بهیر بېرته پیل شي.
په دې اړه مو اندونه