Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستانه راستانه کړل شوي افغانان، د کار، زده‌کړو او مرستې غوښتنه کوي

هغه افغان چې په دې وروستیو کې له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړای شوي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ته د کار او ماشومانو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

عصمت‌الله هم یو له هغو کډوالو دی، چې اوس اوس د کابل په یو پنډغالي کې ځای پر ځای شوی دی او داسې وايي:«موږ له حکومته غواړو، اوس چې موږ راستانه شوي یو، موږ ته کور، کاروبار او د زموږ د ماشومانو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي. موږ هېڅ هم نه‌لرو، هر څه مو په پاکستان کې پاتې دي.»

له پاکستانه را ایستل شوي شفیع‌الله هم وویل:«زموږ د اولادونو لپاره دې د زده‌کړې زمینه برابره شي او له موږ سره دې مرستې وشي. هلته مو ډېر  خراب حالت درلود.»

له بلې خوا، د اقتصاد او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه ډاډ ورکوي، چې د راستنېدونکو لپاره د مرستو د جلب، جذب او د کاري زمینو د برابرولو په برخو کې هڅې روانې دي.
 
 د اقتصاد وزارت ویاند  عبدالرحمن حبیب طلوع‌نیوز ته وايي:«له کورنیو او نړۍوالو ادارو سره، د اقلیم بدلون له امله اغېزمن شویو خلکو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د ستونزو، د سرپناهونو جوړولو، ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو او د عامه ګټو تاسیساتو د بیا رغونې لپاره بشردوستانه مرستې راټولې شي.»
 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي هم وویل:«په هغو سیمو کې چې افغان کډوال په‌کې اوس اوس هېواد ته راستنېږي، سیسټم دې فعال شي او په دې سیسټم کې د دوی مشخصات، تعلیم، معلومات، تخصص او تجربه ثبت شي تر څو په راتلونکي کې د دې مشخصاتو پر بنسټ د کار زمینه ورته برابره شي.»

تر دې مخکې د کور او ښار جوړولو وزارت هم ویلي و، چې راستنو شویو کډوالو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره په ټول هېواد کې شپېته ښارګوټي جوړ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه