Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ د پراختیا پر محوریت د تورخم له چارواکو سره د محمد صادق کتنه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په تورخم ښارګوټي کې د تورخم کميسارۍ له مسوولانو سره د کتنې پرمهال پر فرضي کرښه د تاوتریخوالي د مخنیوي او د سوداګرۍ غوړېدا په تړاو خبرې کړې دي.

د تورخم کمېسار طلوع‌نیوز ته وايي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د سوداګریزو توکو د لېږد، بېړنیو ناروغانو او مسافرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت په دې هکله طلونیوز ته وايي:«دا مهال چې کوم تجارت روان دی باید کوښښ وشي، چې دا تجارت پراخ شي، زموږ او دوی څلور سوه، پنځه سوه یا اته سوه موټرې اوړي راوړي، دا باید زر یا څوارلس سوه موټرو ته ورسوو موږ باید تجارت پراخ کړو.»

د تورخم کمیسار دغه‌راز زیاتوي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ورته د تورخم له لارې د بېړنیو ناروغانو شمېر زیاتوالي او مسافرو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

عبدالجبار حکمت په دې هکله څرګنده کړه:«له ۵۰ نیولې تر ۶۰ پورې ناروغان اوړي، موږ ورته ویل، چې دلته ناروغان ډېر دي، له ۳۴ ولایتونو څخه د کېنسر ناروغان راځي، دا محدیتونه باید لرې کړئ هر څومره چې ناروغان راتلل که چا سره د اي ټي ای وېزه که چاسره میډیکل وېزه وه هغه ته باید اجازه ورکړل شي؛ تر څو هغوی لاړ شي او پاکستان کې تداوي وکړي.»

په همدې حال ځینې افغان سوداګر او د ننګرهار اوسېدونکي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي غواړي، چې د خپلو ژمنو عملي کولو سره د شته ستونزو د حل په پار چټک ګامونه پورته کړي. 

ننګرهار کې سوداګر زلمی اعظمي وايي:«حقایق خو دا دي چې د دواړو ملکونو ترمنځ داسې راشه - درشه او ډېپلوماټیکي اړیکې ښې وي، په واقعیت کې دواړو ملکونو ته ګټورې ثابتېږي، زه له دواړو ملکونو هیله کوم، چې په همدغه شکل سره زموږ تجارت له سیاست نه جدا شي.»

د ننګرهار اوسېدونکی ګل بهار غلجی هم څرګندوي:«له مسافرو سره دې په نرمښت چلند وکړي، زموږ هغه ناروغان چې هغه هېواد ته ورځي هغوی سره مرسته وکړي د دې پرځای چې خنډونه ورته جوړ کړي که مرسته وکړي؛ نو دا به ډېره غوره وي.»

د ننګرهار اوسېدونکي سجاد ځواک امیري وویل:«د مسافرو او ناروغانو لپاره دې تګ - راتګ آسانه کړي او دغو خنډونو ته دې د پای ټکی کېږدي، ځکه په دواړو هېوادونو کې پښتانه پراته دي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال تورخم ښارګوټي ته سفر کوي، چې دوه ورځې وړاندې یې کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین لومړنۍ درې اړخیزې غونډه کې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کوربتورب جوړه شوې وه ګډون کړی و.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه