یوه امریکایي بنسټ د یوه راپور له خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو له بندیز ولګېدو وروسته، تر دې مهاله ۲٫۲ مېلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
په راپور کې دغه راز اټکل شوی، که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کاله پورې دوام ومومي، نو له څلورو مېلیونو زیاتې نجونې به د منځنیو زدهکړو له حقه محرومې شي.
د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د افغانستان ښوونیز نظام تر سختو فشارونو لاندې دی؛ دولتي ښوونځي او ښوونیزې فضاوې محدودې دي، چې دغه وضعیت په ځانګړې توګه د نجونو پر زدهکړو منفي اغېز کړی دی. د اټکلونو پر بنسټ، په افغانستان کې شاوخوا ۳٫۷ مېلیونه ماشومان له ښوونځي پاتې دي، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي. روان ښوونیز ناورین د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو له بندیز لګولو وروسته شاوخوا ۲٫۲ مېلیونه نجونې له زدهکړې محرومې کړې دي.»
یوه له زدهکړو بې برخې شوې نجلۍ مروه وايي:«زموږ غوښتنه دا ده، چې زموږ ښوونځي دې پرانیستل شي؛ ځکه اوس مهال موږ له نامعلوم برخلیک سره مخ یو. که ښوونځي مو پرانیستل شي، زموږ راتلونکی به روښانه وي.»
بله زدهکوونکې ریحانې هم وویل:«موږ نجونې حېرانې یو، چې ولې ښوونځي ته نشو تللی. د نورو هېوادونو نجونې ښوونځي ته ځي، موږ له هغو نجونو څه کم یو؟ له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده، چې ښوونځي دې زموږ پر مخ پرانیزي، تر څو موږ زدهکړې وکړای شو.»
د راپور په بله برخه کې راغلي، چې بېوزلۍ، کډوالۍ او طبیعي پېښو هم په هېواد کې زدهکړو ته د لاسرسي پر وړاندې خنډونه رامنځته کړې دي.
د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاهپوش په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«نن په هر هغه برخه کې چې اړتیا ده ښځو کار وکړي، هلته بندیزونه زیاتېږي. د دې په هیله، چې لومړی اسلامي امارت، او وروسته نړۍواله ټولنه، په رښتینې توګه د افغانستان د ولس، په ځانګړې توګه د ښځو، تر څنګ ودرېږي.»
د پوهنتون استاد، ذکيالله محمدي هم وايي:«دا د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ لپاره، یو ډېر ستر ضرورت دی او کهچیرې زموږ د خویندو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل نهشي، نو موږ بیا روښانه راتلونکی نهلرو.»
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د نجونو د زدهکړو موضوع د هېواد کورنۍ مسئله بللې او د نړۍ له هېوادونو او بنسټونو یې غوښتي، چې په داخلي چارو کې مداخله ونهکړي.
په دې اړه مو اندونه