Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت پلاوي د کازان په اقتصادي فورم کې ګډون کړی

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اسلامي امارت د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ، د کازان د نړۍوال اقتصادي فورم په شپاړسمې غونډه کې د ګډون په موخه نن (چهارشنبې، د غويي په ۲۴مه) تاتارستان ته سفر وکړ.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې ملا عبدالغني بردار به د دغه فورم په څنډه کې د ګډونوالو هېوادونو له استازو سره رسمي کتنې هم ولري.

حمدالله فطرت په دې هکله وویل:«کازان فورم د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د اقتصادي همکاریو او د هر اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري، د اسلامي امارت جګپوړی پلاوی به په دغې فورم کې د ګډون ترڅڼګ، په یوې بلې اقتصادي ناسته کې د افغانستان او روسیې د ګډې اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په تړاو هم بحث وکړي.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د دا ټول غونډو جوړېدل د سیمې هېوادونو له هغې ډلې له روسیې سره، د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دا ډول غونډې د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سټراټېژیکو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخېدو سبب ګرځي، او څومره چې دا اړیکې پیاوړې کېږي، همغومره کولی شي د افغانستان لپاره د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی میرشاکر یعقوبي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په دا ډول غونډو کې، په ځانګړې توګه د کازان په غونډه کې ګډون، کولی شي د افغانستان دریځ په سیمه‌ییزو او نړۍوالو تعاملاتو کې تر پخوا لا زیات ثابت کړي او د افغانستان اهمیت په نړۍوالو مجمعو کې او نړۍوالو ستیجونو ته د لار موندنې په برخه کې لا زیات مطرح کړي.»

د تاتارستان جمهوریت سږکال د افغانستان د پخواني درې رنګه بیرغ پر ځای د سرپرست حکومت سپین بیرغ ځای پر ځای کړی دی.

د کازان فورم یوه نړۍواله اقتصادي غونډه ده، چې هر کال د روسیې په کوربتوب، د ډېریو اسیايي په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه جوړېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه