Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټولیز امنیت تړون په غونډه کې د افغانستان وضعیت وارزول شو

د افغانستان په تړاو د ټولیز امنیت تړون سازمان د وزیرانو شورا د کاري ډلې۴۱مه غونډه په مسکو کې جوړه شوه.

که څه هم د سرپرست حکومت له لوري په ځلونو ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر وړاندې کار وانخیستل شي؛ خو داسې برېښي چې د ځينو هېوادونو لپاره دا ډاډ کافي نه‌دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې غونډه کې د افغانستان روان وضعیت، د دغه هېواد له خاورې احتمالي راپورته شوي ګواښونه ارزول شوي دي.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو هر اړخیز توګه نظرونه تبادله شول او د دغه هېواد له خاورې بالقوه خطرونو او ګواښونو ته نغوته وشوه. په دې غونډه کې د سازمان د غړو هېوادونو لخوا د افغانستان د خلکو لپاره د بشري او اقتصادي ملاتړ د دوام پر اړتیا هم ټینګار وشو. ګډونوالو په افغانستان کې د وضعیت د څارنې او په دغه هېواد کې د سولې له بهیر سره د مرستې د دوام د اړتیا په تړاو ګډ دریځ غوره کړ.»

دا غونډه د ټولیز امنیت تړون سازمان د سرمنشي د مرستیال په کوربتوب او د غړو هېوادونو د پلاوو په ګډون په مسکو کې وشوه.

 ګډونوالو د افغانستان د وضعیت د څارنې پر دوام ټینګار وکړ او د غړو هېوادونو له لوري یې د افغانانو د بشري او اقتصادي ملاتړ دوام مهم وباله دغه راز د دې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډ دریځ خپل کړ.

ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي وايي که‌چېرې د دغه سازمان غړي هېوادونه واقعاً غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي، باید د څو اړخیزو سیاستونو پر ځای، د اسلامي امارت له چارواکو سره مخامخ په اړیکه کې شي.
 
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندر وایي:«که‌چیرې واقعاً هغه هېوادونه چې د جمعي امنیت تړون غړي دي، غواړي له افغان ولس سره مرسته وکړي، نو باید پر څو اړخیزو سیاستونو ټینګار ونه‌کړي؛ بلکې له اسلامي امارت سره مستقیم تماس ونیسي تر څو خپلې اندېښنې له همغې لارې هوارې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي محمد زلمي افغانیار هم وویل:«که دا هېوادونه د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه لري، نو ایا کولای شي افغانستان ته ډاډ ورکړي، چې دا هېواد به د دوی د استخباراتي سیاستونو تر اغېز لاندې نه راځي؟ افغانستان چې تر اوسه له نړۍوالې ټولنې څخه ګوښه پاتې دی، لامل یې څه دی؟ دا هڅې د دغه هېواد منزوي کول دي، که له نړۍوالې ټولنې سره د یوځای کېدو لپاره؟»

د ټولیز امنیت د تړون سازمان له لوري د افغانستان وضعیت په داسې حال کې ارزول کېږي، چې پرون د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي هم د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل او د افغانستان د روان وضعیت او د سیمې د امنیت پر ارزولو سربېره یې د افغانستان د ثبات لپاره د رغنده خبرو پر دوام هوکړه وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه