له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو تر بهیره څو میاشتې وروسته، اوس یو ځل بیا اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د افغانانو د نیولو او ستنولو بهیر چټک شوی دی.
دغو ښارونو کې مېشت افغانان د خپل وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندوي او له اسلامي امارت او د کډوالو له ملاتړو سازمانونو غواړي چې دغه برخه کې پاملرنه وکړي.
پاکستان کې افغان کډواله، فرشته وایي: «په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د افغان کډوالو ایستلو یو ځل بیا زور اخیستی او د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمېشنرۍ او د کډوالو د نورو ملاتړو بنسټونو چوپتیا د پوښتنې وړ ده.»
بل افغان کډوال، عتیق منصور و ویل: «ښځې او ماشومان هم دغه بهیر کې شامل دي خو د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټونو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د دوی چوپتیا د اندېښنې وړ ده، ځکه افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي، که د ACC یا PoR کارتونه ولري او که بې اسناده وي.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان شمېرې ښيي، چې د اپرېل له لومړۍ د روانې مې تر دولسمې څه باندې ۱۲۸ زره افغانان له پاکستانه راستانه کړای شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان تازه ویلي:«د اپرېل له لومړۍ د مې تر ۱۲مې له پاکستانه څه باندې ۱۲۸زره افغانان راستانه شوي دي، چې ډیری یې په جبري توګه را ایستل شوي دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان له څه باندې ۶۸ زره راستنو شویو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو سره د سرپناه، خوړو، روغتیایي خدمتونو او د خوندیتوب د ملاتړ برابرولو مرستې کړې دي.»
د کډوالو د حقونو فعال، جمعه خان پویا و ویل: «د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د افغانستان مسوولین باید خپل مسوولیت ادا کړي، له پاکستاني حکومت سره خبرې وکړي او د اسنادو پر بنسټ د کډوالو د ایستلو مخه ونسي.»
تر دې وړاندې په ایران کې هم یو شمېر افغان کډوالو د جبري اېستنې بهیر پر زور اخیستو په نیوکې سره د دغه بهیر د درېدو غوښتنه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه