Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیاحتي شرکتونو پر ملاتړ د اسلامي امارت د مسوولینو ټینګار

د عدلیې وزارت د انسجام رییس د عمرې د فصل پای په نوم یوې غونډې ته د خبرو پر مهال د سیاحتي شرکتونو په ملاتړ په ټینګار سره ویلي، باید د دغو شرکتونو ستونزې حل شي. 

د عدلیې وزارت د انسجام رییس، احمد ضیاء خبیب و ویل: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همغږۍ موږ یو ځل بیا د دوی په ټولنو غور کوو، د دوی ستونزو ته به رسېدنه کوو. زموږ یو نظام دی، یو قاعد دی او یو مو امیر دی.»

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو مسوولینو هم دغه غونډه کې ټینګار کړی چې سیاحتي شرکتونه باید هېوادوالو او بهرنیو وګړو ته پر نړۍوالو معیارونو برابر خدمتونه وړاندې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال،  قدرت‌الله جمال و ویل: «که څه هم درون مسوولیت را پر غاړه دی خو په ورته مهال د ولس هم راته سترګې دي او د اسلامي مارت هم. اسلامي امارت دغه هېواد کې د ولس ستونزو لپاره یوازې نه دی.»

د ټرانسپورټ وزارت عملیاتي مرستیال، غلام جیلاني وفا و ویل: «هر هوایي ډګر کې له ۱۵۰ تر ۲۵۰ افغانان په دغو خدمتونو کې ښکېل دي او کوښښ کوي چې دغه خدمتونه د نړۍوالو معیارونو او د سفر د ټولو اسانتیاو سره ترسره کړي.»

تردې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ویلي و چې ځینې دغه ډول شرکتونه په انساني قاچاق کې لاس لري.

له دې سره هم مهاله،، د دې غونډې جوړوونکو د خپلو لاسته ‌راوړنو په تړاو د مالوماتو پر وړاندې کولو سربېره، له سیاحتي شرکتونو وغوښتل چې د هېوادوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې معیاري خدمات وړاندې کړي.

د سیاحتي شرکتونو د ټولنې رییس،  محمد ګلاب سلطان ‌زوی و ویل: «له ټولو سیاحتي شرکتونو غواړم چې د عمري خدمتونو د معیاري کولو په برخه کې سالم رقابت وکړي.»

د غونډې په پای کې هغو سیاحتي شرکتونو ته چې غوره خدمتونو یې وړاندې کړي، ستاینلیکونه ورکړل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه