Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: که ولسمشر وای د بګرام اډې پرېښودو تېروتنه مې نه کوله

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې د بګرام پوځي اډه د چین په لاس کې ده.

د امریکا ولسمشر په قطر کې د امریکا په یوه پوځي اډه کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې امریکا باید د بګرام هوايي اډه نه وای پرېښې.

ډانلډ ټرمپ زیاته کړه، چې بګرام هوايي اډه له چین سره یوازې یو ساعت واټن لري او اوس دا اډه د چین په واک کې ده.

هغه یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه.

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ویلي: «موږ به هېڅکله د افغانستان غمیزه نه وای تجربه کړې. که چیرې موږ وتو، باید په عزت او وقار وتلي وای. موږ باید د بګرام هوايي اډه ساتلې وای، هغه مو باید نه وای سپارلې، ځکه له چین سره یوازې یو ساعت واټن لري، پوهېږئ؟ اوس دا اډه چین نیولې ده. هغه زیان چې هغه دولت (د بایډن دولت) دې هېواد ته اړولی، ډېر حیرانوونکی دی.»

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا ولسمشر د بګرام د هوايي اډې په تړاو خبرې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځله امریکا ته د بګرام د هوایي اډې اهمیت ته په اشارې سره، ادعا یې کړې چې دا اډه اوس د چین په واک کې ده؛ خو دغه ادعاوې د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري بې بنسټونه بلل شوي دي.

  د نظامي چارو شنونکی، هادي قریشي په دې اړه وايي: هغوی دا فکر کوي چې د بګرام اډې د تخلیې اړوند، ښاغلي بایډن تېروتنه کړې ده چې داسې نه ده. خاوره موږ ته سپارل کېده او هغوی باید وتلي وای. 
 
د سیاسي چارو شنونکی، سید عبدالله صادق هم بیا وايي: چین څه اړتیا لري چې یو ساعت مزل وکړي او په بګرام کې اډه ولري، چین خپله یو لوی هېواد دی او کولای شي، له خپل هېواده د خپل سیال پر وړاندې هرڅه رهبري کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د امریکا ولسمشر د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو د څرنګوالي او په افغانستان کې د پاتې شوو پوځي تجهیزاتو په تړاو په ځلونو نیوکه کړې ده، خو تر دې مهاله د افغانستان پر وړاندې د هغه سیاست ناڅرګند  دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا ولسمشر د بګرام د هوايي اډې په تړاو خبرې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځله امریکا ته د بګرام د هوایي اډې اهمیت ته اشاره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه