د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي اسلامي امارت مسکو ته خپل سفیر معرفي کړی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، اسلامي امارت یو ډیپلومات په مسکو کې د سرپرست حکومت د سفیر په توګه ورپېژندلی دی.
کابلوف د کازان د فورم د شپاړسمې غونډې په څنډه کې رسنیو ته ویلي، چې مسکو دا مهال د سرپرست حکومت لخوا د افغانستان د سفارت لپاره د وړاندیز شوي نوماند د اروزلو په حال کې دی.
کابلوف ویلي: «دا نوماند دا مهال د روسيې په ادارو کې د تأیید د پړاوونو د ترسره کولو په حال کې دی. هیله لرم چې تر بشپړېدو وروسته، یو هوکړه لیک لاسلیک شي.»
کابلوف دغه راز زیاته کړې چې مسکو هېڅ پلان نه لري چې د بګرام هوايي اډه ونیسي. هغه د ډونالډ ټرمپ پرلپسې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې امریکا دا اډه له لاسه ورکړې ده.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی: «هیڅکله نه، نه اوس او نه هم بل وخت کوم داسې موجود و. د اډې ساتلو لپاره، لومړی باید هغه په واک کې ولرئ؛ امریکایانو هغه له لاسه ورکړی دی.»
د سیاسي چارو شنونکی، واحد فقیري په دې اړه وايي: موږ افغانان باید جدي خبرې او تشې خبرې سره وپېژنو. روسان، لکه څنګه چې موږ پوهېږو، هیڅ ډول پلان نه لري چې بګرام ونیسي. ډانلډ ترمپ یواځې غواړي وښيي چې یو ښه مشر دی او بایدن پړ وبولي.
په وروستیو میاشتو کې د روسیې او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ اړیکې پراخې شوي دي. تر دې وړاندې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی و، چې روسیه او د سیمې نور هېوادونه د ګډ دريځ په درلودلو سره په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالف دي.
په دې اړه مو اندونه