Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل او مسکو ترمنځ د لومړي سوداګریز فورم پرانیسته

په دغه فورم کې د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، سیاسي ثبات ټینګ شوی او اقتصادي فعالیتونه هم، د زیاتېدو په حال کې دي.

 په دې غونډه کې ملا عبدالغني برادر دې ته په پام سره چې د سالنګ لومړی تونل د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی او دغه راز د ودانیزو چارو او انجنیرۍ په برخه کې روسیه ښه تجربه لري، د سالنګ د دویم تونل په جوړولو کې هم له افغانستان سره د مسکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

 د اقتصادي چارو شنونکی، قطب‌الدین یعقوبي وايي: "د سالنګ د دویم تونل له جوړېدو سره، چې واقعاً موږ د سویلي آسیا او مرکزي آسیا ترمنځ د نښلېدو شاهدان یو، دا پروژه کولای شي چې افغانستان او سیمه کې، په اوسنيو شرایطو کې د خپل حیاتي اهمیت له مخې، یو ډېر مهم او اساسي رول ولوبوي."

په دې فورم کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو، روسیې ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو، د افغان‌ ټرانس پروژې او د شمال- سویل د اقتصادي دهلېز په تړاو هم بحث شوی دی.
 
د په اقتصادي برخه کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي، هېواد یې د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان ملاتړی دی او چمتو دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
 
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالشکور هډه وال وايي: "دا ښې اړیکې نه یوازې د افغانستان د اقتصاد د ودې سبب کېږي، بلکې د سیمې هېوادونه هم د دې ښو اړیکو او ډیپلوماتیکو تعلقاتو له لارې اقتصادي وده مومي."

په ودانیزو او سیمه ییزې پراختیا کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال هم ویلي، چې مسکو له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي دوه‌ اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم  اېستلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان‌جان الکوزی بیا وايي: "اوس مهال اړتیا ده چې له منځنۍ آسیا هېوادونو او له خپله روسیې فدراتیف سره اړیکې پراخې شي، دا یوه ډېره لویه مصرفي سیمه ده او یو ستر بازار دی. زموږ تولیداتو ته هلته اړتیا ده، برسېره پر دې زموږ د کرنې او کانونو سکتورونه هم ظرفیت لري چې باید ورسره خبرې وشي."

 بلې خوا، ښاغلي برادر د خپل پلاوي په ملتیا د موردوویا له ولسمشر سره هم کتلي او د افغانستان او دغه هېواد ترمنځ یې د اقتصادي، سوداګریزو، صادراتي او وارداتي مسایلو او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په تړاو خبرې کړي دي.
د موردوویا ولسمشر هم ویلي، د دغه هېواد پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په دغه فورم کې د افغانستان د پانګونې فرصتونو، روسیې ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو، د افغان‌ ټرانس پروژې او د شمال- سویل د اقتصادي دهلېز په تړاو هم بحث شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه