Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګاونډي هېوادونه د افغانستان اړوند د لا زیاتې همغږۍ په لټه دي

د افغانستان اړوند ډیپلماتیکو کتنو په لړ کې، د پاکستان، ازبېکستان او چین ځانګړو استازو هم په دې وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د لا ډېرې همغږۍ او همکاري د رامنځته کېدو په موخه سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په اسلام‌اباد کې له خپل برېټانیوي سیال او د اسټرالیا له عالي کمېشنر سره په جلا جلا کتنو کې د سیمه ‌ییزو تحولاتو او د افغانستان اړوندو مسایلو کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

 د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق په دې اړه ویلي: «په دې کتنه کې تمرکز پر سیمه‌ ییزو تحولاتو او د افغانستان اړوندو مسایلو کې د همکاریو پر پیاوړتیا و. موږ د تعامل د پراختیا پر لارو چارو او د راتلونکې همکارۍ پر امکاناتو بحث وکړ او نظرونه مو سره تبادله کړل.»

پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج بیا په دې اړه وايي: "که برېټانیا او اسټرالیا له پاکستان سره په همکارۍ سټراټيژيک دوستان وي او رښتیا هم وغواړي چې د افغانستان او سیمې د قضیو د حل لپاره په ګډه اقدام وکړي، نو په دې برخه کې به ډېر اغېزناک وي، ځکه چې کافي ښه پېژندنه او تجربه لري. البته، دا به مهمه وي چې موخې یې روښانه وي، یانې دوی دا اقدام د کومې موخې لمخې کوي او دا هم باید څرګنده وي چې د افغانستان لوری څه ډول چمتووالی لري."

اخوا، د چین او ازبیکستان ځانګړو استازو د ترکیې او سویډن له چارواکو سره کتلي او د افغانستان په تړاو یې سلا مشورې کړي دي.
دا کتنې د افغانستان د تازه تحولاتو د ارزونې او د سیمه ‌ییزو هڅو د همغږۍ په موخه شوې او د افغانستان سوله او ټيکاو یې د سیمې د امنیت لپاره یو مهم عنصر بللی دی.
 
 د افغانستان لپاره د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړی استازی، عصمت‌الله ایرگاشف وايي: « د افغانستان د وضعیت او د بشري همکاریو د احتمالي بڼو په تړاو د نظرونو تبادلې ته ځانګړې پاملرنه وشوه. دا غونډه په رغنده فضا کې ترسره شوه او د عملي خبرو اترو د لا پیاوړتیا لپاره پر متقابلې لېوالتیا ټینګار وشو.»

 د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی، یو شیاویونګ هم وايي: «موږ هوکړه وکړه چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره به خپلې همکارۍ پیاوړې کړو.»
 
د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني و ویل: "یوشمېر هېوادونه د افغانستان په اړه خبرې کوي، چې دا ښيي دوی غواړي له افغانستان سره سیاسي، ډيپلوماټيکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي. له همدې امله دا چاره باید په عادي خو عاجل ډول ترسره شي، ځکه د افغانستان خلک هم همدا غواړي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او چین درې ‌اړخیزه غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په کوربتوب جوړه شوې وه.
 
دا غونډه د سیمې له هېوادونو سره د افغاستان د سیاسي او قتصادي اړیکو پر پراختیا ورټوله وه.

 د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی، یو شیاویونګ هم وايي، هوکړه یې کړې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره به خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه