د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د شانګهای د همکاریو سازمان او د تهران د خبرې اترې د مجمع د غونډو د جوړېدو په درشل کې، د امیرخان متقي د سیمهییزو سفرونو خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي ویلي، ښاغلی متقي د چین او د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه، ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځو کې دغو دوو هېوادونو ته سفر وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی، محمد سلیم پیگیر په دې اړه وايي: "څومره چې د اسلامي امارت استازو ته په ناستو کې بلنه ورکول کېږي، دا د دواړو لورو په ګټه ده، ځکه هغوی کولای شي خپل خبرې مستقیم له اسلامي امارت سره شریکې کړي. که چېرې د امارت استازی حضور ونه لري، نو خبرې به بېګټې پاتې شي."
ځینې شنونکي دا سفرونه د اسلامي امارت له لوري د سیمې او نړۍ په کچه د رسمیت پېژندنې د هڅو یوه برخه بولي. د دوی په باور، په دیپلوماتیکو ناستو کې ګډون، لکه د تهران په غونډه، د افغانستان د سرپرست حکومت لپاره یوه ښه موقع ده چې نړۍ ته خپل تعامل وښيي.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، سید عبدالله صادق وايي: "هېوادونه خپلې ګټې لري، خو اسلامي امارت باید له خپلې هوښیارۍ کار واخلي، څو د افغانستان د امنیت، جغرافیې او کمزوري اقتصاد د نورو هېوادونو لکه چین، روسیې او ایران د مرستو په رڼا کې اعظمي ګټه واخلي."
احمد خان اندړ چې یو بل سیاسي شنونکی دی وايي: "یوازنۍ لاره د سیاسي تعامل او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره، همدا ناستې او خبرې دي، چې له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د امارت چارواکو خپلو سفرونو ته دوام ورکړی دی."
سره له دې چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې د افغانستان اړیکې له سیمې او نړۍ سره ښه شوي، لا هم هېڅ هېواد د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه