Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د نړۍ په کچه د کورنیو بې‌ ځایه شویو پنځم تر ټولو لوړ شمېر لري

افغانستان د نړۍ په کچه د کورنیو بې ځایه شویو پنځم تر ټولو لوړ شمېر لري او د تېر ۲۰۲۴ کال تر پایه دغه شمېر ۴.۲ میلیونه و. 

د کورنیو بې‌ ځایه شویو د څار مرکز په خپل تازه راپور کې وایي، تیر زېږیز کال کې په افغانستان کې ۱.۳ میلیونه وګړي د طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوي چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه شمېر ښیي.

ډېری دغه کسان د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو د سېلابونو له امله له امله اغېزمن شوي دي. 

راپور کې راغلي: «د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د جګړو او ورته دلایلو له امله د بې‌ ځایه کېدونکو کچه د پام وړ راکمه شوې وه. سره له دې افغانستان لا هم د ۴.۲ میلیونه کورنیو بې ‌ځایه شویو کوربه دی، چې دا د ۲۰۲۴ کال تر پایه د نړۍ پنځم لوړ شمېر دی. په همدې کال کې، ۱.۳ میلیونه کسان د طبیعي پېښو له امله بې‌ ځایه شوي، چې دا بیا د نړۍ تر ټولو لوړ شمېر دی.»

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د قمبر څلور لارې د کورنیو بې‌ ځایه شویو په پنډغالي کې څه باندې ۶۰۰ کورنۍ ژوند کوي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو او طبیعي پېښو له امله له خپلو ولایتونو را کډه شوي دي.

یو له دغو بې ځایه شویو، محمد یوسف طلوع‌نیوز ته وایي: «د کرزي په وخت کې راغلي یو، هغه وخت هلته جګړه وه، بمبارۍ وې، کور مو نه لره او دلته راغلو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم وايي، ۱۴۰۳ کال کې له ۱۳ زرو زیاتې کورنۍ د طبیعي پېښو له امله بې‌ ځایه شوي، چې له دې ۱۱زره او ۵۸۰ کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي. 

د دغه وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: «تېر ۱۴۰۳ کال کې ۱۳ زره ۹۷۹ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه شوي، چې ۱۱ زره او ۵۸۰ کورنۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو د مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.»

د ۱۴۰۳ کال د وږي پر ۱۲مه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان د کورنیو بې‌ ځایه شویو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولوسره ویلي و، چې افغانستان کې له ۳ میلیونه زیات کورني بې ‌ځایه شوي او نږدې ۶ میلیونه ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه