د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي، د سنپټرزبورګ په نړۍوال حقوقي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.
د دغه وزارت ویاند برکتالله رسولي ویلي، ټاکل شوې، چې ښاغلی شرعي به په دغې غونډه کې د قوانینو د جوړښت، په نړۍوالو حقوقو کې د اصلاحاتو اړتیا، د عدالت تامین، او له نړۍوالو سره د سرپرست حکومت د تعامل د دریخ په تړاو به خبرې وکړي.
برکتالله رسولي په دې هکله وویل:«په دې حقوقي ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو د عدلیې وزیران، قضايي چارواکي او حقوقي متخصصین برخه اخلي او د اسلامي امارت د عدلیې وزیر به پهکې د قوانینو د څرنګوالي په نړۍوالو حقوقو کې د اصلاحاتو د اړتیا او د عدالت د تامین او د نړۍوالو تعاملاتو پر وړاندې د اسلامي امارت د دریځ په اړه وینا وکړي.»
ټاکل شوې، چې دغه درې ورځنی نړۍوال حقوقي کنفرانس د روانې اوونۍ په دوشنبې د روسیې په سنپترزبورګ ښار کې پیل شي.
په دغه غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو د عدلیې وزیران، قضایي چارواکي، او حقوقي متخصصین ګډون وکړي.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د سرپرست وزیر د ګډون په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
د پوهنتون استاد محمد اسلم دانشمل په دې هکله وايي:«په دې غونډه کې د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست ګډون، ډېر مهم او اړین دی، او باید دې موضوعاتو ته جدي پاملرنه وشي. هغه حقوقي ستونزې چې د افغانستان اوسنی حقوقي نظام ورسره مخ دی، باید ورته مناسبې حللارې وړاندې شي.»
حقوقپوه محمد اصف فقیري هم طلوعنیوز ته وویل:«د خپلو لیدلوریو او پروګرامونو د وړاندې کولو په موخه، په حقوقي ناستو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون د ستاینې وړ ګام دی؛ خو تر اوسه نهدي لیدل شوي، چې اسلامي امارت دې په دې برخه کې کوم جدي او عملي ګامونه اخیستي وي.»
تر دې مخکې د عدلیې وزارت سرپرست د سعودي عربستان په مکې ښار کې "د اسلامي مذهبونو ترمنځ د اړیکو جوړولو" تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ټنیګار کړی وو.
په دې اړه مو اندونه