Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د روسیې سفر له لاسته راوړنو ډک وباله

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، له روسیې تر راستنېدو وروسته، دغه هېواد ته سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.

ښاغلی برادر ټینګار کوي، چې په دغه سفر کې یې د روسیې فډراسیون له چارواکو سره پر مهمو اقتصادي، سیاسي، ټرانزیټي او د پانګونې پر اړوندو موضوع‌ګان  خبرې اترې کړې دي.

ملاعبدالغني برادر په دې هکله وايي:«د روسیې د فډراسیون د صدراعظم له دوو مرستیالانو سره، د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګمرکي مسایلو په تړاو خبرې اترې شوې دي.»

له دې سره هم‌مهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، چې د روسیې د سفر پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، ټرانسپورت، ټرانزیټ او د افغانانو د صادراتو پر وړاندې د خنډونو د لېرې کولو، بانکي مسایلو او په سوداګرۍ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپلو ملي اسعارو د کارولو په برخو کې هوکړې شوې دي.

ښاغلي عزیزي په دې اړه ویلي: «هوکړه وشوه، چې د افغانستان د صادراتو پر وړاندې خنډونه لېرې شي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر وړاندې ځينې ننګونې شته چې، ان‌شاءالله، لېرې به شي. همداراز هوکړه وشوه، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ به سوداګري د دواړو هېوادونو د دودیزو پیسو په وسیله تر سره شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د رېل پټلۍ پروژو، په ځانګړې توګه د افغان‌- ټرانس پروژې اهمیت ته په نغوتې سره ویلي، چې روسیې له افغانستان سره د دغې پروژې د جوړولو په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده.

نوموړی همدا راز زیاتوي، چې روسي شرکتونه په افغانستان کې د طبیعي زیرمو، په ځانګړې توګه د نفتو، د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«په افغان‌- ټرانس وسپنې پټلۍ پروژه کې همکاري او لېوالتیا د دغو غونډو، نندارتونونو او کنفرانسونو، یو له مهمو موضوعاتو څخه وو. روسیه غواړي په دغې تشه کې پانګونه وکړي، چې شمال او سوېل سره نښلوي او د افغانستان له لارې تېرېږي.»

په وروستیو میاشتو کې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي. تر دې مخکې، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي و، چې دغه هېواد له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په موخه، د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه ایستلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه