د امریکا د اوسني حکومت د چارواکو له خوا د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر پر څرنګوالي د نیوکو په لړ کې، دا ځل د امریکا دفاع وزارت وایي، چې ډېر ژر به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي د څېړنو د ځانګړې ډلې موندنې به خپرې شي.
د امریکا دفاع وزیر له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې ټینګار کړی، هغه کسان چې د دې بهیر مسوول وو، باید ځوابویونکي وي.
د امریکا دفاع وزیر پېټ هګسټ په دې هکله ویلي:«موږ دا موضوع په خپل دفتر کې په جدي ډول تعقیبوو. احتمال شته، چې سبا یا چهارشنبې به د هغې ځانګړې ډلې د پرمختګونو په تړاو یوه خبرتیا خپره شي، چې پر دې موضوع کار کوي. موږ لا هم د حرکت، موندنې او ارزونې په حال کې یو. دا بهیر لږ وخت نیسي؛ ځکه ډېر مسایل شته، چې باید څرګند شي.»
د هغه په وینا، دا څېړنې ښايي تر ۲۰۲۶ کاله پورې وغځېږي؛ خو وروستی موخه دا ده، چې مسوول کسان ځواب ویونکي وګرځي او د هغوی د اقداماتو پایلې وارزول شي.
د سیاسي چارو ځينې شنونکي وایي، د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی نه یوازې د امریکا؛ بلکې د افغانانو لپاره هم تاریخي، سیاسي او حقوقي اهمیت لري.
هغوی ټینګار کوي، چې دا څېړنې کولای شي د افغانستان په تړاو د راتلونکو نړۍوالو پرېکړو د روڼتیا پر بهیر اغېز ولري.
د سیاسي چارو شنونکی جبار اکبري په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«ارزونې باید واقعبینانه وي، او دا ارزونې باید داسې وي، چې د افغانستان د خلکو حالت او وضعیت پهکې په پام کې ونیول شي. دا یوه د ستاینې وړ خبره ده؛ ځکه خلک دې باور ته رسېږي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې ډیپلوماتیک او سیاسي حضور لري، دا د افغانانو په خیر او صلاح تمامېږي؛ خو که هر هېواد یوازې د خپلو ګټو پر بنسټ دلته حضور ولري، او کله چې یې ګټې له خطر سره مخ شي، افغانان له ستونزو او فشارونو سره مخامخ کړي؛ نو زما په اند دا بیا د افغانستان د خلکو په ګټه نهدی.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال هم وايي:«د تاریخي تېروتنې ستر درس دا دی، چې امریکا باید بیا د افغانستان د نظامي یرغل په فکرکې نهوي . دویم دا چې که رښتیا هم غواړي له افغان ولس سره مرسته وکړي او د افغانستان له خلکو او ټولنې ملاتړ ولري، نو باید د بشري خدمتونو، مرستو او همکاریو په ځانګړې توګه د کرنې، صنعت او روغتیا په برخو کې خپلې مرستې بېرته پيل کړي؛ ځکه دا مهال د افغانستان نیمایي کلینیکونه او روغتونونه فلج دي.»
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د کابل په هوايي ډګر کې له ګډوډۍ، د مخکیني حکومت له سقوط او د اسلامي امارت له واکمنېدو سره مل وو؛ دا بهیر د امریکا دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شو.
په دې اړه مو اندونه