بې وزلي او بېروزګاري هغه بنسټیزې ستونزې دي، چې له کلونو راهیسې د افغانانو او نړۍوالې ټولنې د اندېښنو لامل شوي دي.
د کابل ځينې اوسېدونکي بېوزلي او بېروزګاري د خپلو اقتصادي ستونزو اصلي لامل بولي او له چارواکو غواړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
د کابل اوسېدونکی سید جمال په دې هکله وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده، چې د کار زمینه برابره کړي، څو خلک له هغو اقتصادي ستونزو خلاص شي چې ورسره مخ دي، او د خپلې کورنۍ لپاره یوه نمرۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام د خپل یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، افغانستان تېر زېږدیز کال له سوډان وروسته د نړۍ له هغو ۹ هېوادونو و، چې د خوړو د نا امنۍ تر ټولو لوړه کچې یې لرله.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې د راپور له مخې، تېر کال په افغانستان کې درې اعشاریه شپږ مېلیونه کسان د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ وو.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«اړینه ده، چې اسلامي امارت د فقر او بېکارۍ د لهمنځه وړلو لپاره یو لړ ستراتیژیک پلانونه او برنامې ولري. له دې جملې څخه، امارت کولای شي د ملي عوایدو راټولولو له لارې ځینې پراختیايي او انکشافي پروژې پیل کړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او یوه دایمي عاید ترلاسه کړي.»
خو د اقتصاد وزارت په وینا، اقلیمي بدلونونو او اقتصادي محدودیتونو د افغان کورنیو ژوند او د هېواد اقتصاد زیانمن کړی او د دغه وضعیت د ښه والي لپاره د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډو همکاریو ته اړتیا ده.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم وویل:«په اوسني حالت کې موږ د کرنې او مالدارۍ سکتور ملاتړ، د کورنیو تولیداتو وده، پر وارداتو د تکیې کمول، او د اوبو مدیریت او بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکوو، ترڅو یو پیاوړی کورنی اقتصاد رامنځته کړو او په ټول هېواد کې د خوړو د خوندیتوب ستونزې په بنسټیز ډول حل شي.»
تر دې وړاندې خوړو نړیوال پروګرام دغه راز ویلي وو، چې راتلونکي دوبی کې درې میلیونه افغانان د خوراکي توکو ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري، خو دا اداره د بودجې د کښمت له امله یوازې کولای شي یو میلیون کسان د لوږې له ناورینه وژغوري.
په دې اړه مو اندونه