د چمن پرلتوال وایي، پاکستان د چمن - سپین بولدک پر لار لګول شویو محدودیتونو سره پراخ انساني قاچاق ته زمینه برابره کړې ده.
پرلتوال دغه راز زیاتوي چې د پاکستان هیڅ ډول فشار ته نه تسلمیږي او د چمن - سپین بولدک پر لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې محدودیت تر لمنځه وړلو به پرلت ته دوام ورکړي.
د چمن پرلت ویاند، صادق خان اڅګزي و ویل: «دلته د انسانانو د قاچاق کاروبار روان دی او په دغه کاروبار کې د پاکستان ځینې چارواکي ښکېل دي، ځکه دلته یې کاروبار ځپلی او خلک يې په پراخه کچه بېکاره کړي خو دوی انساني قاچاق کوي.»
د چمن پرلت د مشرتابه غړي، غوث الله و ویل: «که چيرې موږ د پاکستان د پوځ او یا هم ځایي ادارو په غوښتنه پرلت سودا کړ نو موږ بيا پلورل شوي یو او جاسوسان يو، که نه هغه کسان، چې موږ پيسې ناسم تبلیغات کوي خپلې خولې دې بندې کړي.»
د چمن پرلت د مشرتابه بل غړي، محمد ولي و ویل: «د ښار هر غم موږ ته راځي. ښار کې کراچۍ والا، موټر پلورنکی او هر بل کاروباري په ستونزو کې دی. موټرسایکل له خلکو اخلي او بيا ترې پنځه زره کالدارې غواړی او بېرته یې ورکوي. دلته ټول غله سره یو ځای شوي او د چمن ښار لوټل يې پیل کړي.»
د چمن پرلتوال زیاتوي چې پاکستان د چمن د اوسېدونکو اقتصادي ځپلو په موخه د کرښې دواړو خواو د سوداګرۍ او کاروبار زیانمنولو هڅې کوي.
خو د پاکستان حکومت تر دې مهاله د چمن پرلت د وروستیو ادعاو په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه