Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت له چین د افغانستان پر صادراتو د تعرفې د کمولو غوښتنه کړې

د اسلامي امارت او چين چارواکو د افغانستان پر صادراتي توکو د تعرفو د کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختيا په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد د چین د ګمرکونو ادارې له مرستیال سره په کتنه کې له هغه غوښتي، چې د چین په بازارونو کې د افغان توکو د سیالۍ لپاره دې تعرفې راکمې شي.

ښاغلي زاهد همداراز ټینګار کړی، چې د کرنې په برخه کې دې د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي، د چین ټولو ښارونو ته دې هوايي الوتنې پيل او د افغان توکو د لېږد اسانتیاوې دې برابرې شي.

د صنعت او تجارت وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«له چین سره باید د کرنې په برخه کې د یو عمومي تفاهم‌لیک د لاسلیکولو بهیر ګړندی شي. تر دې وړاندې هم، د افغانستان وچې مېوې، درملیز بوټي، زعفران او تازه مېوې، په ځانګړې توګه انار، باید له قرنطیني معیارونو معاف شي.»

د چین د ګمرکونو د ادارې مرستیال ویلي، چې دا هېواد د افغانستان د صادراتي توکو ګمرکي تعرفې ختمې کړې دي او اوس د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه، محمد کریم عظیمي وايي:«زموږ هېواد باید له چین سره ښې اقتصادي اړیکې ولري او د ټرانزیټ په برخه کې هغو پرمختګونو سره وصل شي، چې تازه شوې دي؛ په ځانګړې توګه د واخان له لارې. دا لار په حقیقت کې د ورېښمو د پخوانۍ لارې احیا ده، چې کولای شي د افغانستان سیمه‌ییز ارزښت لوړ کړي.»

په همدې حال کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونه چین د سیمې له مهمو اقتصادي هېوادونو ګڼي او له دغه هېواد سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«چین د سیمې له مهمو اقتصادي هېوادونو دی او د نړۍ دویم لوی اقتصاد ګڼل کېږي. دې ته په پام سره، چې چین زموږ نږدې ګاونډی هم دی، باید له دې فرصته ګټه واخلو. زموږ اقتصادي اړیکې باید له چین سره پراخې شي، او د واخان پر دهلېز باید لا زیات تمرکز وکړو، ترڅو له چین سره دغه تبادلې عملي شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چین ته د خپل سفر پر مهال، په افغانستان کې، د دغه هېواد د پرمختیايي پروژو د ارزښت او د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی و او یو لړ عملي وړاندیزونه یې چینایي لوري ته وړاندې کړي، چې د افغانستان د بیا رغونې په لومړیتوبونو کې شامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه