Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: اسلامي امارت افغانستان کې د پانګونې لپاره امنه فضا رامنځته کړې

 د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د «چین لوېدیځ شلم نندارتون» په پرانسته کې ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره امنه فضا رامنځته کړې ده.

ښاغلي متقي زیاته کړې، بهرني سوداګرۍ او پانګوال کولای شي، په ډاډه توګه په افغانستان کې فعالیت وکړي.

د هغه په وینا، افغانستان په خپلو پراخو طبیعي سرچینو، ځوان نفوس، کرنیزو تولیداتو او مهم جغرافیایي موقعیت سره په سیمه کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر څلور لارې بدلېدای شي.

بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله وايي:«افغانستان چې پراخې طبیعي سرچینې، ځوان نفوس، کرنیز تولیدات او مهم جغرافیايي موقعیت لري، کولای شي د سوداګرۍ او ټرانزیټ یوه سیمه‌ییزه څلور لارې جوړه شي. د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې او سوداګرۍ لپاره یوه خوندي او باوري فضا رامنځته کړې ده.»

متقي همداراز د خپلې وینا پر مهال چین د افغانستان یو ښه اقتصادي شریک وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د کرنې، ټکنالوژۍ او بېخ‌بنایي برخو کې د چین رول مهم ګڼي.

امیرخان متقي زیاتوي:«چین نه‌یوازې زموږ ګاونډی هېواد دی؛ بلکې د افغانستان یو ښه اقتصادي شریک هم دی. موږ په زراعتي، بېخ‌بنايي او ټکنالوژۍ په برخو کې، د چین رول ډېر مهم بولو او هڅه کوو چې په یادو برخو کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ تل پاتې همکارۍ برابرې کړو.»

بلخوا، اقتصادي شنونکي پر دې باور دي، چې د چین او افغانستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په پراختیا سره، چین د افغانستان اقتصاد ته وده ورکولای شي.

 د اقتصادي چارو شنونکی محمد اصف ستانکزی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«چین د نړۍ یو له سترو صنعتي هېوادونو څخه دی او چین ته د اسلامي امارت د پلاوي تګ او په دې وروستیو کې د چین په نندارتونونو کې د دغه هېواد له چارواکو له خوا وویل شول، چې ګواکې د افغانستان د نړۍوال تجارت لپاره به دوی تعرفې صفر ته راولي، چې د افغانستان د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره یو ښه زیری دی.» 

د جمهوریت له نسکورېدو او د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، چین په چټکۍ سره د مستقیې بهرنۍ پانګونې په برخه کې د افغانستان تر ټولو لوی شریک شو او د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو د استخراج په برخه کې یې ډېره پانګونه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه