Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت استازي د مسکو په نړۍوالې امنیتي غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په روسیه کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست جمال ‌ناصر غروال د مسکو په دیارلسمه نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس په دې هکله وايي، چې په دې غونډه کې جمال‌ ناصر غروال د افغانستان د وروستیو امنیتي بدلونونو، لاسته راوړنو او د سیمې او نړۍ په کچه د دغو تحولاتو د اغېزو په تړاو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاءاحمد تکل په دې هکله وايي:«په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت سرپرست ښاغلي جمال ناصر غروال د مسکو په ۱۳مه نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون وکړ. ښاغلي غروال په دې غونډه کې په افغانستان کې د وروستیو امنیتي تحولاتو او لاسته راوړنو او په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه د دغو بدلونونو د اغېزو په اړه یې خبرې وکړي.»

د امنیتي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«ټول هېوادونه د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو پر بنسټ دریځ خپلوي. روسیه هم همداسې چلند له افغانستان سره لري. کله ناکله افغانستان د نړۍوال سټېج پر مخ داسې هېواد معرفي کېږي، چې له نړۍوالې ټولنې بېل دی، او کله بیا داسې هېواد بلل کېږي چې محروم پاتې شوی دی.»

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د دې غونډې په پیل کې د سیمې په هېوادونو کې پر سولې او ټيکاو ټينګار وکړ.

ښاغلي پوتین د خپلې وینا په یوه بله برخه کې زیاته کړه، چې د سیمې د امنیت مسئله باید د سیمه‌ییزو فورمونو او بهیرو په اډانه کې حل شي.

د روسیې ولسمشر وویل:«دا ډېره مهمه ده، چې خپله وچه د سولې پر فضا او د پایېدونکي اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ پر یوې بېلګې بدله کړو. موږ باور لرو چې د یوه نړۍوال امنیتي نظام د جوړېدو بنسټ کېدای شي د همکاریو شته او تثبیت‌ شوي څو اړخیز چوکاټونه وي، لکه د شانګهای د همکاریو سازمان، د اوراسیا اقتصادي ټولنه، د ټولیز امنیت تړون سازمان او ورته نور بنسټونه.»

د روسیې دیارلسمه امنیتي غونډه د برېکس هېوادونو، د شانګهای د همکاریو سازمان، د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو د ټولنې او د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو جګپوړو چارواکو په ګډون د سیمه‌ییزو او نړۍوالو امنیتي ننګونو په تړاو د روانې زېږیزې میاشتې له ۲۷ مې پیل شوې او سبا به هم روانه وي.

ښاغلی تکل وايي، چې په دې غونډه کې جمال‌ ناصر غروال د افغانستان د وروستیو امنیتي بدلونونو، لاسته راوړنو او د سیمې او نړۍ په کچه د دغو تحولاتو د اغېزو په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه