Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مخابراتو وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۵۰ نوي مخابراتي سایټونه لګول کیږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست پکتیا ته په سفر کې ویلي، د ټول هېواد په کچه ۵۵۰ نوي مخابراتي سایټونه منظور شوي دي. 

نجیب الله حیات حقاني وايي، د دغو مخابراتي سایټونو فعالېدو سره به د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.

هغه زیاته کړې: « موږ په نوې لسمه پروژه کې په ټول هېواد کې پنځه سوه پنځوس سايټونه په پلان کې لرو، چې د هغې له ډلې د پکتيکا په مرکز او لرې پرتو ولسوالیو کې ۷۳ سايټونه منظور شوي او دغه راز د پکتيا او د هېواد بېلابېلې سيمې په دې لسمه پروژه کې شاملې دي او هڅه مو دا ده، چې مخابراتي ستونزې راکمې کړو.»
 
په همدې حال ځینې هېوادوال د مخابراتي خدمتونو کیفیت ښه والي او پوښښ سیمې د لاپراختیا غوښتنې لري.

د پکتيا اوسېدونکي، محمد الرحمان څمکني و ویل: «د نويو سايټونو منظورېدل يو ښه ګام دی او هيله ده چې شته مخابراتي ستونزې يو څه ورسره حل شي او بايد په دې بسنه و نشي لا ډير کار ته اړتيا ده.»

د پکتيا بل اوسېدونکي، عیسی خان و ویل: «دغه نوي سايټونه چې ولګول شي، دا به د لرې پرتو سيمو لپاره ډېر ښه وي، ځکه هلته انټرنيټ او ډېر مهال ساده موبايل هم سم کار نه کوي.» 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو لمخې، دغو پروژو کې د پکتيا لپاره ۴۸ او د پکتيکا لپاره ۷۳ سايټونه په پام کې نيول شوي چې د دغو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې به ولګول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه