د روسیې بهرنیو چارو وزیر د اسیا د نړۍوالو سیاسي ګوندونو په غونډه کې یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ناټو افغانستان ته د بیا ستنېدو په هڅه کې ده.
سرګي لاوروف ویلي، ناټو له افغانستانه تر "نامنظم وتلو" وروسته هڅه کوي، چې بېرته دغه هېواد ته ورشي.
د نوموړي په وینا، ناټو هڅه کوي، چې په منځنۍ اسیا کې د مسکو متحدین په لټه کې دي او له هغوی غواړي چې د روسیې او امریکا ترمنځ یوه غوره کړي.
سرګي لاوروف زیاته کړه: «څلور کاله مخکې له افغانستانه د ناټو له شرموونکي وتلو وروسته، دا ائتلاف اوس بیا هڅه کوي، چې د بېرته ننوتو لپاره نوې لارې ومومي. دوی په منځنۍ اسیا کې زموږ دوستان، متحدین او سټراټېژیک شریکان تر فشار لاندې راولي او هڅه کوي خپل جوړ شوی مفهوم یعنې "یا له موږ سره یا له روسیې سره" پر هغوی وتپي.»
دا لومړی ځل نهدی، چې روسیه له افغانستان او سیمې ته د ناټو د بیا ستنېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي.
تر دې مخکې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د بهرنيو استخباراتو مشر افغانستان ته د ناټو د بېرته راستنېدو په تړاو خبرداری ورکړی و.
د سیاسي چارو کارپوه جنتفهیم چکري په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«متحده ایالات نور د افغانستان په څېر بېهدفه جګړو ته لېوالتیا نهلري، خو د روسانو دا څرګندونې دا ښيي، چې روسیه هڅه کوي په سیمه کې یو لوېدیځضد اتحاد رامنځته کړي او افغانستان خپل سیمهییز متحد وګرځوي.»
د روسیې دا خبرداری داسې مهال مطرح شوی، چې یوه ورځ مخکې د امریکا دفاع وزیر په سنګاپور کې یوې ناستې ته ویلي، واشنګټن به له دې وروسته د افغانستان په څېر بېهدفه جګړو کې ښکېل پاتې نهشي.
په دې اړه مو اندونه