د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ له اسلامي امارت سره د دغه هېواد د تماسونو په تړاو د راپورونو په غبرګون کې اعلان وکړ، چې له سرپرست حکومت سره د ډیپلوماټیکو او سیاسي اړیکو د ټينګولو لپاره کوم پلان نهلري.
د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه وزارت ټینګار کړی، چې تماسونه یوازې په «تخنیکي» کچه دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«د جرمني دولت له طالبانو سره د سیاسي اړیکو د ټینګولو لپاره کوم پلان نهلري؛ خو، اړیکې یوازې په تخنیکي کچه دي.»
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال په دې هکله وايي:«د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اندېښنو له مخې، ټولې هغه مرستې چې جرمني زموږ هېواد ته کړې دي، د اسلامي امارت د رسمیت نهپېژندلو له امله اوس یوازې تخنیکي او فني مرستو ته محدودې شوې دي، او دا موضوع د دوی د جدي اندېښنې وړ ده. هیلهمن یو چې د نړۍوالې ټولنې، جرمني او نورو نړۍوالو بنسټونو د غوښتنو له مخې، د حکومتولۍ او د حکومت جوړښت په برخه کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شي، تر څو د افغانستان او نړۍوالې ټولنې، اروپايي هېوادونو، په ځانګړې توګه جرمني ترمنځ د لا زیاتو اړیکو زمینه برابره شي.»
که څه هم جرمني او نور اروپایي هېوادونه دا مهال له اسلامي امارت سره د رسمي اړیکو له ټینګولو ډډه کوي؛ خو شنونکي پر دې باور دي چې پلان شوی او مشروط تعامل کولای شي د بشري ناورین د کمېدو او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د واقعي خبرو پیلېدو ته لار هواره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمان اوریا په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په اوسنیو شرایطو کې دا د افغانستان لپاره یوه جدي اړتیا ده، چې د اروپايي ټولنې له هېوادونو، په ځانګړې توکه له جرمني سره ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې او پراخې کړي. جرمني د نړۍ یو صنعتي هېواد دی، چې په اروپايي ټولنه او نړۍواله کچه ژور اغېز لري، او له افغانستان سره یې اړیکې کولای شي زموږ پر هېواد خورا مثبت اغېز ولري.»
د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري هم وویل:«د نړۍوال تعامل له پلوه، عملي تعامل شته؛ خو د افغانستان د اوسني حاکمیت رسمیت پېژندل د جرمني، روسیې، چین، پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد په اجنډا کې نهدي. تر هغه چې طالبان د نړۍ شرایط پلي نهکړي، چې څلور مهم شرطونه لري: د بشر حقونه، د ښځو او نجونو حقونه، ټولګډونی حکومت او له ترهګرۍ سره مبارزه.»
دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د جرمني په ګډون ډېری هېوادونو په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیکې فعالیتونه درولي دي.
په دې اړه مو اندونه