Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیې ته د ا.ا د سفیر معرفي کېدل؛ د سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره یو بل ګام

د اسلامي امارت له لوري د سیاسي تعاملاتو د پراختیا د هڅو په لړ کې، د روسیې رسنیو په مسکو کې د افغانستان د سفارت په حواله راپور ورکړی، چې ګل‌ حسن په روسیه کې د افغانستان د نوی سفیر په توګه معرفي شوی دی.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې نوموړی ډېر ژر مسکو ته لاړ شي او رسماً خپله دنده پیل کړي؛ خو اسلامي امارت تر اوسه په رسمي توګه دا موضوع تایید او یا هم رد کړې نه‌ده.

د ځينو روسي رسنیو په راپور کې راغلي:«په مسکو کې د افغانستان سفارت د ریانووستي خبري اژانس ته ویلي، افغان چارواکو ګل ‌حسن د افغانستان د نوي سفیر په توګه ګومارلی او نوموړی به ډېر ژر د روسیې فډراسیون ته ورسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکي عبدالصادق حمیدزوی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په روسیه کې د اسلامي امارت د سفیر ټاکل بالقوه اغېز لري، له نورو هېوادونو سره تعاملات ډېرولی شي او سیالۍ هم زیاتوي. دا به افغانستان ته دا فرصت برابر کړي، چې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.»

د سیاسي چارو د شنونکو پر باور، د اسلامي امارت لخوا د روسیې په څېر د سیمې یوه مهم هېواد ته د سفیر معرفي کېدل د سرپرست حکومت د ډیپلوماټیک دریځ د تثبیت لپاره یو مهم ګام کېدای شي. که څه هم، د نړۍوالې ټولنې لخوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل لاهم یو لوی خنډ ګڼل کېږي.

د سیاسي چارو شنونکي سید عبادالله صادق په دې هکله وویل:«هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره سیاسي اړیکې ولري یا هم انعطاف ښکاره کړي، دا یوه سمه پرېکړه ده؛ ځکه دا کار نه یوازې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ګټور دی؛ بلکې د سیمې او ټولې نړۍ په ګټه هم دی.»
 
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:«د افغانستان او روسیې اړیکې ډېر مهم دي، او افغانستان باید خپلې اړیکې له روسیې سره وساتي. دا چې روسیه د افغانستان سفیر مني، دا د اسلامي امارت د کابو رسمیت پېژندنې په معنا دي.» 

دا په داسې حال کې ده. چې په دې وروستیو کې د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي و، چې د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم ځنډول له کابل سره د همکارۍ پراختیا ته لار هواروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه