Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فارس خلیج د همکارۍ شورا افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت ټينګار وکړ

د فارس خلیج د همکارۍ شورا په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ثبات ټینګښت نه یوازې د افغانانو؛ بلکې د سیمې او نړۍوالې ټولنې په ګټه دی.

دغې شورا دغه‌راز د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له افغانانو د ملاتړ پر اعلانولو سربېره، زیاته کړې، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو ډلو او د نشه‌‌يي توکو د قاچاق کوونکو له لوري ونه‌ کارول شي.

د فارس خلیج د همکارۍ شورا د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د وزیرانو شورا افغانستان ته د امنیت او ثبات د بېرته راستنېدو پر اهمیت ټينګار وکړ؛ دا چاره به د افغانستان د وروڼو خلکو د ارمانونو د پوره کېدو زمینه برابره کړي او د سیمه‌ییزې او نړۍوالې سولې او امنیت په ګټه به وي.»

د ښځو د زده‌کړو او کار د حقونو خوندیتوب او د لږکیو ملاتړ هغه نور مسایل دي، چې د خلیج همکارۍ شورا پرې ټینګار کړی دی. د دې شورا غړو دغه‌راز ویلي چې نړۍواله ټولنه باید د خلکو د کړاوونو د کمولو لپاره له افغانستان سره خپلو بشري، اقتصادي او پراخیتایي مرستو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي:«همدار راز د زده‌کړې او کارموندنې په برخه کې د ښځو د حقونو د تضمین د لږکیو د ملاتړ او د دې ډاډ د ترلاسه کولو پر اهمیت ټينګار وکړ، چې د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو لخوا ونه کارول شي او نه هم د نشه‌‌يي توکو د قاچاق لپاره ترې ناوړه ګټه واخیستل شي. شورا دغه راز له افغانانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې، چې په ټولو بڼو او مظاهرو کې وي او د هغوی په هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره خپل پیوستون اعلان کړ.»

 د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د خلیج فارس د همکارۍ شورا هېوادونه په سیمه کې اغېزناک هېوادونه دي. که دوی واقعاً وغواړي، چې د افغانستان په اړه عملي پلان ولري، هغه مسایل چې د نړۍ اندېښنه، د افغان ولس غوښتنه او اصلي ستونزې دي، مطرح کړي او له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او هغوی قانع کړي، نو اسلامي امارت له دغو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او کېدای شي د افغانستان ډېری ستونزې حل شي او وضعیت واقعاً بدلون ومومي.»

 د سیاسي چارو شنونکی ذکي‌الله محمدي هم وايي:«د اقلیتونو، ښځو د حقونو او ځینو نورو موضوعاتو مسئله له یوه اړخه داخلي جنبه لري، خو له بله اړخه دا ځکه نړۍوال اړخ هم لري، چې افغانستان د نړۍوالو کنوانسیونونو غړی دی، او دا یې دنده ده، چې د اقلیتونو او ښځو له حقونو دفاع وکړي.»

د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) د سیمې د حکومتونو سیاسي او اقتصادي ټولنه ده، چې د بحرین، کویت، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له هېوادونو جوړه شوې ده.

د ښځو د زده‌کړو او کار د حقونو خوندیتوب او د لږکیو ملاتړ هغه نور مسایل دي، چې د خلیج همکارۍ شورا پرې ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه